شنبه, مې 4, 2024
Home+واده او رضایت | خالد انسان

واده او رضایت | خالد انسان

په دې به ټول پوهېږو، چې زمونږ مبارک دین د دوه کسانو تر منځ د نکاح لپاره شرط د دواړو لوریو بشپړه رضایت ایښی او کله چې رضایت وي د عمر مسئله هیڅکله مطرح نه شي کېدای. ولې غواړم زمونږ د ټولنې د فرهنګي وضعیت لۀ مخې د رضایت ټکی تحلیل کړم. ځینې حضرات به دا باور ولري، چې که ښځه رضایت مستقیمن ښکاره نۀ کړي، چوپتیا یې هم د رضایت نښه ده او دا چار زمونږ د نرواکې ټولنې ته په کتلو هیڅکله د رضایت بڼه نه شي لرلی. ځکه زمونږ نرواکه او خرافاتي ټولنه ښځې ته هیڅکله په بشپړو حقوقو نۀ قایلیږي، حتا انسان یې نۀ بولي.
پۀ همدې لړ کې زمونږ ټولنیز خرافاتي باور دا دی، چې ښځه باید حیاناکه (!) وي. دومره حیاناکه چې باید د خپل ژوند د ملګري پۀ ټاکنه کې هم باید حیا وکړي او هیڅکله صراحت ونۀ کړي، چې پلانکی نۀ غواړم یا غواړم چې د ژوند ملګری مې شي او که خدای مه کړه داسې صراحت یې وکړ او ډېری وخت دا صراحت د والدینو او کورنۍ مخالف وي؛ نو بې لۀ شکه دا ښځه بې حیا او (شکېدل سترګې) ده. دغه خرافاتي او ناوړه ټولنیز باور ته پۀ کتلو زمونږ پۀ ټولنه کې سکوت او چوپ کېدل هیڅکله د رضایت مانا نۀ ورکؤي.
دویم دا چې زمونږ د ټولنې ډېری ښځې بې تعلیمه دي، چې دې کار هم د ښځې سکوت د رضایت پۀ مانا بې مانا کړی. ځکه تعلیم او زده کړه انسان ته شعور او د خپلو حقوقو د غوښتلو زړورتیا ورکوي او حتا د خپلو حقوقو لپاره یې بغاوت ته هم چمتو کولای شي او د دغسي خرافاتي ځنځیرونو د ماتولو پوره حوصله ورکؤي، خو دا چې ډېری ښځې دلته بې تعلیمه دي، نو هیڅکله نه شي کولای چې د دغسې خرافاتي باورنو څخه خپل ذهن خلاص او بغاوت ترې وکړي. نو ځکه سکوت هیڅکله د رضایت مانا نۀ شي لرلی. زمونږ د ټولنې دغسې خرافاتي وضعیت ته پۀ کتلو ، چې ښځې بې سواده او ټولنیز شعور هم نۀ لري، سکوت هیڅکله د رضایت مانا نه شي لرلی. یواځینۍ باوري لار د رضایت د ښکاره کولو لپاره؛ مستقیم صراحت دی چې پلانکي سره واده یا نۀ کوم او بس!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب