شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهازبکستان سره د امنیتي او اقتصادي اړیکو په اړه د ملا یعقوب...

ازبکستان سره د امنیتي او اقتصادي اړیکو په اړه د ملا یعقوب خبرې

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۳ مه)د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د ازبکستان د  امنیتي خدمتونو ادارې له مشر عبدالسلام عزیزوف سره د سرحدونو د امنیت او اقتصادي او ترانزیتي همکاریو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال ملا یعقوب د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي کنټرول پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه ازبکستان ته ډاډ ورکړ چې دوی به به د افغانستان په سرحدونو کې د ازبکستان د پراختیایي پروژو او پانګونې ساتنه وکړي.

مجاهد وویل: “موږ د تېر کال په اوږدو کې د هېواد په سرحدونو کې د پام وړ کار کړی دی او هوډ لرو چې د سرحدونو امنیت نور هم پیاوړی کړو.”

ازبکستان، په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او ځینو نورو حکومت ضدو وسله والو ډلو د حضور په اړه اندېښمن دی، خو دا اندېښنې په ښکاره نه څرګندوي.

ازبکستان د نورو هېوادونو په شان د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ښې اقتصادي اړیکې ورسره لري او په سیمه کې یې له مهمو متحدینو څخه دی.

 دغه هېواد د دې تر څنګ له طالب رژیم څخه د قوشتیپې کانال د جوړولو د چارو له امله ناراضه ښکاري او وېره لري، چې له آمو سېند څخه د ور بهیدونکو اوبو سطحه به کمه شي.

طالب چارواکو بیا دغه کانال د افغانستان حق ګڼلی او ویلي، دا دومره موده چې له دې حقه افغانستان استفاده نه وه کړې، خو نور به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب