دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهکابل کې له غصبه د مالیې وزارت د ۵۳ جایدادونو ژغورل کېدل

کابل کې له غصبه د مالیې وزارت د ۵۳ جایدادونو ژغورل کېدل

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۳ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري په کابل کې زرګونه متره مربع غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو له بیا حاکمیت وروسته، په پلازمېنه کابل کې له خپلو ۵۲ غصب شویو جایدادونو څخه زرګونه متره مربع غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.

ویل شوي چې د نهمې ناحیې اړوند د پشمینه تصدۍ درې زره ۱۹۰ متره مربع ځمکه، په شکردره ولسوالۍ کې د افغانستان بانک ۱۵جریبه ځمکه، د بګرامیو ولسوالۍ په نساجي سیمه کې ۲۰۰ دکانونه او د څلورمې ناحیې اړوند په پایکوب نصوار سیمه کې څلور زره ۲۰۰ متره مربع غصب شوې ځمکه قراردادي ادارې ته سپارل شوې؛ همدا راز د بګرامیو ولسوالۍ د نساجي فابریکې ترڅنګ د ۴۶ جریبه ځمکي غاصبین دې ته چمتو شوي چې د راتلونکي کال تر وري میاشت پورې یاده ځمکه تحویل کړي.

سرچینه زیاتوي، په کابل کې ۲۶ زره متره مربع غصب شوې ځمکه تثبیت کړې ده، چې ډېر ژر به له غصب څخه راوګرځول شي.

طالب چارواکو نه دي ویلي، چې د دغو جایدادونو له غصب کوونکو سره څه چلند شوی یا کیږي.

یو شمېر خلک ټینګار کوي، چې طالبان باید د فساد ضدو ادعاوو د عملي کولو لپاره د دغو جایدادونو عاملان مجازات او لږ تر لږه مالي جبران ورڅخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب