جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د چین د پانګونو پر ژمنو د اشرف غني...

په افغانستان کې د چین د پانګونو پر ژمنو د اشرف غني نیوکې

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۳ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې د چین پر هغو ژمنو توندې نیوکې کړي، چې په افغانستان کې یې د پانګونو په اړه کړې دي.

ښاغلي غني ویلي، په افغانستان کې د چین د پانګونې نوې ژمنې خیالي دي او دې هېواد پخوا هم په ګڼو برخو کې د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي، چې یو یې هم نه دی عملي کړی.

هغه په دې برخه کې د چین لخوا د ۱۰ زرو کورونو د جوړولو ژمنه، د یو شمېر کانونو د استخراج تړونونه او نور یاد کړي او ویلي، چې په چین کې د دغو ژمنو د عملي کولو دستګاوې کمزورې او افغانستان ته په لوړه بیه تمامیدونکې دي.

د ښاغلي غني نیوکو ته چینایي او پر افغانستان واکمنو طالب چارواکو غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د طالبانو د رژیم د سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه.

دغه کار د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د طالبانو د یو شمېر مخالفو ډلو توند غبرګون ښودلی او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو نا اعلان شوې بڼه یې ګڼلې ده.

6 COMMENTS

  1. تا تښتیدلی ډارن څه وکړه چې ۷۳ ملکونه درپسی وه اوس هسې ډزونه کوې کولابیانو په ډیر پر ځاې نوم انتخاب کړې ده (غنی ګریزې)

  2. ستا په کثیف رژیم کی ځکه نه عملی کولی چی تر تا نیولی تر پیاده او خوردظابط پوری ټول غله وی نو چینایان که سترګی یی وړی دی خو نظیر یی ډیر لګیږي

  3. په خپلو مشرانو باندې دا ډول توندې او له بې ادبۍ ډکې نیوکې په خپله د انتقاد کوونکي ضعف ښکاره کوي .
    د ګران وطن افغانستان، د پرمختګ او د هغه د راتلونکي په هکله ټول افغانان او خصوصا هغوی چې سیاسۍ ، ټولنیز او اقتصادي درک او پوهه لري ، نظر ورکول د هر افغان حق دی .
    زه دا نه وایم چې ولسمشر غني سل په سلو کې حق په جانب دی، خو ځینې وخت د پخوانیو مشرانو ، تجربو ، اشتباه او وړاندیزونو ته باید په غور سره ځیر شو، په راتلونکې کې باید هغه تکرار نکړو.
    که پنجاب او افریقایې هېوادونو د چین له سرمایه ګذارۍ خیر لیدلي وي ، مونږ تاسې به یې هم ووینو ؟

    • درسره همغږئ یم،طالب جان هم دغه یرغلګرې امریکې واک ته ورسول، دوه کاله یې په قطر کې داسي وپړسول لکه د لاندي پسه ، موږ تاسي متل لرو ! ډم له خدایه څه غواړي ؟ یا ویر غواړي یا ښادي ځوزي ماځوزي چینایان هم داسي دي ☹️

  4. ځوزي ماځوزي نور امپریالیستان کپیټان د خلکو غوښې خوري خو چینائي ځوزي ماځوزي هډوکي هم خوري. خو اوس یې طالب پيداکړی سي هرڅه به د اوربسو په بیه ورنه واخلي، د ملا یوازي زکات بس ده. دریغا سي دا خبره رښتیا ده . ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب