(د تللو یادونه)
او ورسره اړوند څو خبرې
لومړی مننه کوم د قدرمن پوهندوی استاد آصف بهاند له مینې او اخلاصه چې خپل نوی چاپ شوی کتاب (د تللو یادونه) یې ماته را ډالۍ کړ.
استاد اصف بهاند د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د همکارۍ لاس غځولی او خپله علمي٬ ادبي تجربه او پوه یې له ما څخه نه ده سپمولې.
دلته په دنمارک کې استاد آصف بهاند موږ ته یوه ستره علمي ـ معنوي پانګه او یو غنیمت شخصیت دی. په دې حساب ماته خورا ستونزمن ښکاري چې د یو غیر تخصصي کس په توګه د پښتو ژبې د یو ژبپوه٬ لیکوال٬ شاعر٬ څیړونکي استاد د نوي چاپ شوي اثر په باب یو څه ولیکم.
د دې لپاره چې مونږ سره نږدي دوستان یو٬ کله نا کله مو لیده کاته کیږي. شاید دا حق راته راکړي چې د ده د مقالو د یوې ټولګې (د تللو د یادونه) په باب یو څو ټکې ولیکم.
دا دی د افغانستان د فرهنگ او ادب په بڼ کې یو تازه څیړنیز اثر چې «د تللو یادونه» نومیږي چاپ او د فرهنګ مینه والو ته وړاندې شو.
د ښاغلی پوهندوی استاد آصف بهاند دغه څیړنیز نوی اثر همدا سږ کال ( ۲۰۲۴) په دنمارک کې٬ په ۲۳۰ محونو کې په خورا مرغوب قطع او صحافت له چاپه راووت او د پښتو ژبې او ادب مینه والو ته٬ په خاصه تو ګه نوی نسل او ځوانانو ته٬ چې د پښتو ژبې او ادب سره مینه لري او په دې لاره کې قدم ږدي او قلم اچتوي، لوستلو ته وړاندې شوه.
ښاغلی استاد بهاند په خپل دې نوې څیړنیز ادبې اثر کې د خپلو هغو استادانو٬ فرهنګیانو اوعزیزانو د درناوي او ادبې فرهنګي خدمتونو او کارنامو په باب لیکنې کړي دي٬ چې نور له فزیکي پلوه په دې نړۍ کې نه شته.
ښاغلی استاد بهاند د تللو د یادونو د مقالو په دې لومړي ټوک کې د اوه ویشت (۲۷) تنو معاصرو فرهنګیانو او وطنوالو په باب خپلې (۴۹) مقالې له خپلو شخصي نویو لیدلورو٬ نظریاتو٬ خاطرو او خورا دلچسپو او اړینو او نوښتګرانه ادبې تبصرو سره راوړي دي.
په دې ټولګه کې موږ د افغانستان د معاصرو فرهنګي سر لارو د پښتو ادبیاتو له سبک٬ ځانګړو دریځونو او طرز سره اشنا کیږو٬ چې هر یو یې نویو نسلونو ته د لارښود او د پښتو ژبې د بډاینې د درسنامو بڼه لري.
د دې اثر یوه ځانګړتیا دا ده٬ چې د هغه په لرلو ضرورت نه شته٬ چې د افغانستان د معاصر تاریخ د پښتو ژبې فرهنګیانو په هلکه څیړنو او تحقیق ته٬ نور ادرسونه ولټوو او انترنیت کې سرګردانه شو.
د ادبیاتو په خوا کې٬ اقتصادي٬ ټولنیزو٬ سیاسي او فلسفي اثارو٬ تاریخي سیاسی طنزنو٬ نثرونو٬ شعرونو٬ لیکنو او څیړنو سره هم اشنا او معلومات تر لاسه کولای شو.
کله چې ما د هغه لوستلو ته اوږه ورکړه٬ له لوستلو څخه یې نه یوازي چې دلګیره نه شوم٬ هڅه او تلوسه مې کوله٬ چې پرلپسې یې ولولم او خپل اړین یادښتونه ترینه واخلم.
هره برخه یې داسې په ښکلی انداز٬ هنری او ادبي ژبه او سبک تنظیم شوی دی٬ چې لوستونکي هڅوی یوار بیا یې ولولي٬ د لیکنې طرز یې داسې روان او سلیس دی چې لوستونکي د ستړیا احساس نه کوي.
د بیلګې په توګه:
ـ د الفت سل خبری٬
ـ د استاد بینوا په نثري لیک کې او د علامه بابا رشاد په څو کرښو کې د« سرې سپۍ» او « توره…» یادونه شوې ده.
ـ د مجروح په «ځانځاني ښامار» کې د خوشحال منتحب بیتونه٬
ـ و نه و یو شپون و٬
ـ اسد اسمایې او په« کارامازوف ورونو» کې د ماشوم وژنې کیسه٬
ـ اسحاق ننګیال٬ سپیره ډاګونه او غوړیدلي بزغلي٬
ـ د استاد شریف بهاند ژوند لیک٬
ـ د داکتر شیر اغا حرکت د علمي فرهنګی لنډ جاج٬
ـ بې دفاع فرخندې ته د خپله لیکوال پوهندوی استاد بهاند شعر٬ چې راتلونکي نسلونه به یې په زرینو کرښو پر دیوالونو ولیکي:
عرض
اهای!!!
د لوړو کلو خلکوغږ مې در رسي که نه؟
دغه ده چیغې وهم
وژني مې٬
وهي مې٬
سوځوي مې
خلاصولای مې شئ
د یادولو وړ ده٬ چې د مقالو دغه ټولګه د هر رنګه تنعیض او تعصبه څخه مبرا ٬ څيړنیز اثر او پانګه ده٬ چې لوستل یې د پوهاوی په لوړولو کې ډیر ژور اثر لري او د نوي نسل د لارښوونې له پاره د یو څراغ حیثیت لري.
قدرمن استاد بهاند صاحب ته د پشتو ژبې او ادب د غنامندی په موخو د لا بریاو هیله کوم٬ د هغه د نورو څیړنیزو او ادبي اثارو د تخلیق په پار د اوږد عمر او ښې روغتیا هیله ورته کوم.