شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+چاته ورشم؟ | موسی احسان

چاته ورشم؟ | موسی احسان

ورځ په انتظار تېره شوه.
د هېڅ شي درک نه لګېده.
بې کاره وو.
له مودو مو ژوند داسې روان وو.
خړ مخي د سرک ګردونو ته ناست وو.
ګرد مو اصلي څېرې رابدلې کړې وې، لکه استعمار شوی انسان.
تمځي ته به چې کس راغی، ټولو به منډې ور وهلې.
د ژوند ژرندې د وږیو خېټو ته اوړه نه دل کول.
یو او بل لوری مړاوې سترګې په دې نیت اړول کېدې، چې: ګنې څه به پیدا کړي؛ داسې لکه په وچ ډاګ چې تنده غري د یخو اوبو په لټون، په سوځنده دښت کې په سرابونو پسې، په ځغاست وي.
خو داسې کله کېدل؟
دوی ویړ کاینات خپل ګڼي.
هر ځای ورته خپل مالومېده، خو نور نه ویني.
نور د ژوند له دایرې وباسي، یا یې هم د جاهیلت د پېر په رقم غلامول غواړي، خو نن سبا دا کله ممکنه ده؟
خلک وایي واړه د لویو تابع وي، خو اوس داسې نه ده.
هر څه بدل شوې دي.
ژوند د نوي قانون څرمن اغوستل غواړي.
هر یو غواړي، چې والوځي، دومره، چې: نور یې د فکر روښانتیا ته هېښ پاتې شي.
موږ په ښېرازه ځمکه کر کول غواړو، څو د وږیو خېټې ښې مړې کړي، نه دا، چې: ښېرازې ځمکې مو په وچو ډاګو او دښتونو بدلې شي.
ملتیا کوې؟
ته په هر څه پښې مه را ګډوه.
نور هم شته.
بېخي مجبور.
له تا زیات هغه په ايډیالوژیکو باریکیو اګاه دي.
خپل یې کړه.
لږ ځای ورکړه.
ټول د سمندر تر ساحله ځو، څو ژوند مو د نوې پسرلي تر راتګه د خوښیو شېبې ونمانځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب