یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ګومان د ایمان زیان | اسدالله غضنفر

ګومان د ایمان زیان | اسدالله غضنفر

د یو بوټبه تبر ورک و. پسې وګرځېد، پېدا یې نکړ. د ګاونډي زوی ته یې، چې هلته نژدې ولاړ و، پام واوښت. په زړه کې ورتېره شوه:«دا به د همدې هلک کار وي، سترګې یې د غله دي، ناکراره ښکاري، لکه چا چې ګناه کړې وي، څېره یې د ګناهنګار ده خو څنګه به یې ورباندې ثابتوم چې هلکه غل یې؟ مجبور یم،پټه خوله پاته شم.»

څو ورځې وروسته تبر د لرګیو تر كوَټې لاندې پيدا شو او بوټبه ته ورياد شول چې هورې یې هېر کړی و. په سبا یې چې د ګاونډي زوی بیا په کوڅه کې ولید، له ځان سره وویل:«عجبه ده، هغه د غلوغوندې کاته یې اوس نشته.»

د دغه سړي بدګوماني شاید د ساده ګي نتیجه وي.ساده کسانو ته معمولا له بل سره رابطه نیول سخته شي، نه د خپلې خبرې د رسولو چل ورځي، نه د بل د خبرې په معنا سم پوهېږي، د پېښو په منځ کې د منطقي تړاو پیدا کول هم ورته اسانه نه وي؛ داسې کسان ډېر ځله د بدګومانۍ په لومه کې لاس وپښې وهي.

تر حده زیاته خودخواهي او ځانولي د بدګوماني د ناروغي لویه وجه ده. په ځان میین کسان کېدی شي په ظاهره زیات روابط وپالي خو په اصل کې یوازیتوب احساسوي او نورو ته په شک ګوري.

لټي او لټان / اسدالله غضنفر

 د ښوونځي او لېسې د دورې یوه اصلي دنده دا ده چې د زده کوونکو اجتماعي روحیه وروزي، یعنې راتلونکی نسل داسې رالوی کړي چې د یو بل خبره واوري، د یو بل احترام وکړي او یو بل درک کړای شي. زما په فکر په افغانستان کې د بدګومانۍ د زیاتوالي یو لوی علت دا دی چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو اجتماعي کېدو ته سمه توجه نه کېږي.زموږ په ښوونځیو کې د چا په څېرې پورې، د چا په لهجې پورې، د چا په مذهب پورې، د چا په جامو پورې، د چا د پوهې په سویې پورې خندل او ریشخند وهل عام دي چې دغسې خنداګانې وګړي په ظاهره سره یو ځای او په اصل کې سره لرې ساتي.

تاسې د خپلې ټولنې کوډګر او فالبینان سترګو ته ودروئ چې خپلو مشتریانو ته معمولا څه وایي؟ د دوی د خبرو تکرارېدونکی ټکی دا دی چې یو څوک درسره رخه کوي، یو څوک ستا د کامیابي د لارې خنډ دی، یو چا درباندې تعویذ کړی دی… کوډګر او تعویذګر ځکه دغه خبره ډېره کوي چې مشتریان یې منلو ته تیار دي او مشتریان یې ځکه منلو ته تیار دي چې په ټولنه کې بدګوماني عامه ده.

په ناامنو، بې ثباتو او فساد کې ډوبو ټولنو کې بدګوماني د سرې د اور غوندې په سرعت خپرېږي چې تباه کوونکي نتایج لري. په ټولنه کې د بدګوماني زیاتېدل، وګړي ګوښه کېدو او انزوا ته وربولي او د اجتماعي فعالیتونو، اتحادیو، ګوندونو او مشترکو چارو امکان کموي.

د جمهوریت په کلونو کې ډېره هڅه وشوه چې ګوندونه جوړ او د سیاست شوقیان په حزبونو کې راټول شي، مګر په عمل کې مو ولیدل چې ګوندونو سا نه اخیسته، حال دا چې تر جګړو له مخه د دیموکراسي په لسیزه کې که څه هم د سواد کچه ټیټه وه، که څه هم د احزابو قانون نه و او که څه هم د ګوندونو د حمایت نورې زمینې برابرې نه وي، مګر د رشتیا ګوندونه جوړ شول چې غړي یې منډو ترړو او ان د سر و مال قرباني ته تیار وو. د دې تفاوت یوه وجه دا وه چې په جګړه ځبلې ټولنه کې ځانځاني او بدګماني زیاتېږي او ارزښتونو ته وفاداري کمېږي.

کله چې خلک په ټولنه کې عدالت احساس نکړي، چې د قانون په مقابل کې ځان برابر ونه ویني، چې په حکومت کې ځان شریک ونه ویني او داسې ونه ګڼي چې د نظام په جوړولو کې یې برخه ده، نو هم د بدګوماني ناروغي زیاتېدلی شي.

د بې باوري په ناروغي مبتلا ټولنه کې سیاسي پرمختګ مشکل دی، ځکه هر څوک چې د ټولنې په چارو کې مداخله کوي، نور د شک په نظر ورته ګوري او که یو ووایي چې دا کار د خلکو د خیر لپاره کوم، بل ورته وایي، پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي.

زموږ ټولنه چې تر بلې هرې ټولنې شریکو هڅو ته اړه او د اجتماعي فعالیتونو محتاجه ده، ان په بهر کې او له هېواده په زرګونو کیلومتره لرې هم، د ګډ کار کسان نلري یا یې خورا لږ لري. د دې وضعیت یوه لویه وجه بدګوماني ده. د ټولنې اکثره خواخوږي انفرادي کار کوي، حال دا چې په دې ښه پوهېږي چې ګډې هڅې په مراتبو ګټورې دي.

زه یو څوک پېژنم چې د ټولنې د خیر فکرونه ورسره دي خو چې ښه کوي، کوښښ کوي چې نور ورباندې خبر نه شي. له ده سره وېره وي چې که نور ورباندې خبر شي، تر مثبتو تبصرو به منفي ډېرې واوري، نو ښه دا ده چې په پټه خیر ورسوي.

د بې باورۍ په چاپېریال کې اقتصادي وده هم اسانه نه ده. په دغسې چاپېریال کې شتمن په اسانه نه تیارېږي چې له بل شتمن سره سرمایه شریکه او شرکت جوړ کړي. پخوانو متل کړی دی چې مار هم په بل لاس مه وژنه. چې بې باوري زیاته وي، بل ته د کار سپارلو امکان کمېږي او هغه سرمایه چې باید په تولید ولګېږي، یوه غوښنه برخه یې په څار او په نظارت مصرفېږي.

په ټولنه کې ناوړه شکونه د هغې فرهنګ ته صدمه رسوي. مونږ تر جګړو له مخه خپل هېواد، خپل تاریخ او خپلو ارزښتونو ته زیات درناوی کاوه خو تر جګړو وروسته مو دا دلچسپي ډېره شوه چې د هېواد له تاریخ او هویته منکر شو. د فرهنګ یو اصلي نقش په ټولنه کې د پیوستون راوستل دي. د فرهنګ کمزوري کېدل د پیوستون د کمېدا سبب کېږي.

بدګومانه کسان معمولا چوکاټي افکار لري. دوی مخکې تر مخکې خلک په تور او سپین وېشلي وي او نوي معلومات نوي څه نه وزده کوي بلکې هر نوی خبر په ذهن کې تیارو جوړو کړیو فکري چوکاټونو ته وراچوي او لکه د خښتو قالب چې یو ډول تولید کوي، د دوی د ذهن په تولید کې هم تغییر نه راځي.په بدګومانه ټولنه کې د بدبینۍ کلیشې په ډېرو ذهنونو کې ریښې کوي او ممکن یو څوک ځکه بد وبلل شي چې د پلاني قوم دی، د پلانۍ سیمې دی، په پلاني ګوند کې دی، په پلانۍ ژبه خبرې کوي، چې لمونځ کوي لاسونه داسې تړي…

د اجتماعي ښکارندو یوه ځانګړنه دا ده چې ډېر ځله یو شی هم معلول وي، هم علت. یعنې که دا ووایو چې جګړه، ناامني، بېوزلي، بې عدالتي او بې قانوني زموږ په ټولنه کې د بدګوماني ځينې اصلي عوامل دي نو دا هم ویلی شو چې بدګوماني په خپل وار د ذکر شویو ستونزو یو اصلي علت دی.

بدګوماني طبعا په اسانه نه ختمېږي خو که په ټولنه کې د هغې په اړه پوهه زیاته شي، خلک به یې تاوانونو او علتونو ته زیات متوجه شي او د ځان ترې ساتلو کوښښ به وکړي.

  د میزان دېرشمه، ۱۴۰۲

سره / اسدالله غضنفر

1 COMMENT

  1. ” ګومان ” یو ډول ” احساس ” دی.
    احساس هم منفی او هم مثبت اړخ لری ، ګومان هم نیک اړخ لری او هم بد اړخ.
    بناً
    هغه څه چی د ایمان او وجدان سلامتیا ته زیان رسوی ” بد ګومان ” دی نه فقط ګومان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب