یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان د خپلو ۲۳ پوځیانو د وژل کېدو په خاطر افغان شارژدافېر...

پاکستان د خپلو ۲۳ پوځیانو د وژل کېدو په خاطر افغان شارژدافېر احضار کړ

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱ مه) پاکستان د ډیره اسماعیل خان په درابند سیمه کې د پوځ د تلاشۍ پر پوستې له وسله وال بریده وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ او سخت اعتراض یې ورته څرګند کړ.

په دې برید کې لږترلږه ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

تحریک جهاد پاکستان ډلې د دې برید مسوولیت ومانه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا ډله له ټي ټي پي سره نژدې اړیکې لري.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران د افغانستان په خاوره کې دي او دا ډله پر پاکستاني پوځیانو حملې په افغانستان کې تنظیموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان (احضارکړي) شارژدافېر ته شدید احتجاج څرګند کړ او ورڅخه ویې غوښتل چې په دې اړه بشپړ تحقیقات وکړي او په حمله کې د لاس لرونکو پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو شارژدافېر ته یې وویل چې په ښکاره دا برید په لوړه پیمانه وغندي او د ټولو تروریستي ډلو او د هغو د پناهځایونو پر ضد داسې زغرد اقدامات وکړي چې تایید کېدای شي.

د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د احتجاج په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا یې څو ځلې د پاکستان د ورته تورونو په ځواب کې ویلي چې «د افغانستان اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د بل هیواد پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي، خو په عین حال کې له پاکستان څخه غواړي چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپل هیواد کې په خپله حل کړي.»

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې هم د پاکستان د یوې ورته ادعا په ځواب کې وویل چې افغانستان د پاکستان د امنیت ساتنې مسوولیت نه لري.

خو پاکستان په دې پوهیږي چې افغانستاند ښځو خلاف پالیسیو له کبله په نړۍ کې تر ټولو منزوي هیواد دی او هماغه راز چې پر افغان کډوالو هرراز زیاتی کوي څوک یې پوښتنه نه کوي، د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د حملو پړه هم په داسې حال کې چې په نړۍ کې یې هیڅوک دفاع ونه کړي، په اسانه پر افغانستان اچولی شي.

پاکستان وايي، په روان مالي کال کې یې افغانستان ته صادرات ډیر شوي

2 COMMENTS

  1. اوس که د پاکستان د صدراعظم په ښځه کوم انګلیس سپورشی نو افغانستان ته احتجاج کوې چی ولی انګلیس دا کار وکړو اوس که فوځیان مرداریږی نو د افغانستان څه او اوس په افغانستان کښی داسې بی خوټو خلک په قدرت کښی دې چی دټول ناموس پاکستان په ګرو نیولی او دوې هیڅ هم نشې کولی که په بی غیرته طالب کښې همت وایې همداسې به یې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی وه او په سخته لحجه یې ځواب ورکړی وه چې دا د افغانستان مربوط نه ده نور د افغانستان نوم په خوله وانخلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب