دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، په روان مالي کال کې یې افغانستان ته صادرات ډیر...

پاکستان وايي، په روان مالي کال کې یې افغانستان ته صادرات ډیر شوي

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱ مه) د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بنک) وايي، چې په روان مالي کال کې، په لومړیو څلور میاشتو کې، افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر مالي کال د ورته مودې پرتله څه باندې دوه نیم سلنه زیات شوي دي.

دغه بانک په خپل راپور کې ویلي چې له جولای څخه تر اکتوبر پورې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۸۶،۷ میلیون ډالرو ته رسیږي، حال دا چې د تېر کال په ورته موده کې ۱۷۶،۲ میلیون ډالره وو.

د پاکستان د مرکزي بانک د راپور پر اساس، له جولای څخه تر اکتوبر پورې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۸۱، ۳۰ سلنه کم شوي دي.

پاکستان په یاده موده کې په ځلونو د افغانستان پر صادراتي مالونو خپلې لارې بندې کړي دي.

وچه او تازه مېوه او سکاره پاکستان ته د افغانستان مهم صادراتي اقلام دي. په وروستیو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د سکرو صادرات هم کم شوي دي.

افغانستان له پاکستان څخه سمینټ، پلاستیک، پلاستیکي وسایل، ټوکر، درمل او د لوبو وسایل ډېر واردوي.

خو له دې سره سره له پاکستان څخه د پخوا کلونو پرتله د افغانستان واردات کم شوي دي. پخوا افغانستان د کال د ۳ میلیارد ډالرو واردات لرل.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان په وارداتو کې د پاکستان ونډه ۱۸ سلنه ده. افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران او بیا چین څخه کوي.

ګومان کېږي چې د واخان لارې د جوړېدو په صورت کې به له پاکستان څخه د افغانستان واردات لا کم شي.

1 COMMENT

  1. لعنت په غلام طالب ټولې لارې د بندي کړي ددوۍ ډیران ټول زهر دي. 😡خپلو ته اجازه ورکوي د افغانستان مالونه په پوله کې ورستیږي مرګ تف لعنت په کافرستان 😡🐖🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب