جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، په یوه موټربمي برید کې یې ۲۳ پوځیان...

د پاکستان پوځ وايي، په یوه موټربمي برید کې یې ۲۳ پوځیان وژل شوي

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱ مه) د پاکستان پوځ نن وویل چې په خیبرپښتونخوا کې د پوځ د تلاشۍ پر یوې پوستې په برید کې ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

د پوځ په وینا دا حمله په ډیره اسماعیل خان کې د یوه موټر بم په وسیله شوې ده.

د دې برید په نتیجه کې د پوستې ودانۍ ویجاړه شوې ده.

«تحریک جهاد پاکستان» په نوم ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دې ډلې تر دې مخکې هم د ځینو انتحاري او بمي بریدونو مسوولیت منلی و.

پوخ همداراز وايي چې تېره شپه یې د ډیره اسماعیل خان په درو اړوندو سیمو کې عملیات کړي او ۲۷ «ترهګر» یې وژلي دي.

په همدې حال کې د پاکستان لوی درستیز امریکا ته تللی چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ په مقابل کې د متحدو ایالتونو مالي او پوځي مرسته ترلاسه کړي.

3 COMMENTS

  1. الحمدلله 👍🤲الله جلاالاه د نور هم مردار کړي. اوس خو یې ککړ غلام کینولی ډیر پښتانه به ورباندي ووژني. دا ددې لپاره کافرستان پخپله چاودنې کوي سۍی یرغلګر دجال ته ووایی موږ خو داسي بد حالت کې یو. 😡🐖🤮

  2. زه پوه نشوم دا څه خبره ده؟ وایی چی ۲۳ پنجابیان مړ هو ګیا هی؟ دا خو کومه بده خبره نده الله د پکی برکت واچوی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...