سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهبرما د کوکنارو په کښت کې لومړي ځای له افغانستانه ونیوه

برما د کوکنارو په کښت کې لومړي ځای له افغانستانه ونیوه

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۱ مه) په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له عملي کېدو وروسته میانمار یا برما د تریاکو په تولید کې په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

د ملګروملتو له تازه تحقیقي راپور سره سم، په میانمار یا برما کې نژدې ۱۰۸۰ ټنه کوکنار تولید شوي چې د تېر کال پرتله ۱۸ سلنه ډېر دي. د دې په مقابل کې په افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی او ټول تولید یې ۲۳۰ ټنو ته رسیږي.

تر دې مخکې ملګروملتو د افغانستان د کوکنارو او تریاکو د تولید په اړه په خپل کالني راپور کې ویلي و چې د افغان کروندګرو عاید له ۱،۳۵ میلیارد ډالرو ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راکښته شوی چې په مجموع کې ۹۲ سلنه کموالی دی.

افغان کروندګر وايي چې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې له دوی سره هیڅ راز مرسته نه ده شوې خو یو شمېر کروندګر وايي چې د ینجې او زعفرانو کرلو ته یې مخه کړې ده.

1 COMMENT

  1. اصلاً بله خبره:
    ځینی موضوعات ډیر پراخ بُعدونه لری چی البته ځینی ئی مرموز دی.
    انګریز د تاریخ په اوږدو کی د تاریاکو لوی دلال ؤ او همدا اوس هم دی، په شِفاهی او لیکلو روایتونو کی ئی عجیبی عجیبی کیسی لیدلی سوی او اوریدل سوی دی.
    امّا
    هغه څه موږ خپله لمس کړی دی:
    د هلمند ولایت هم له فرهنګی ( خصوصاً روحانیت ) له نظره او هم د تاریاکو د ترویج او کښت له نظره له ډیر پخوا څخه د انګریز د نفوذ سیمه وه او ده. دینی مُلایانو ئی نه یوازی هیڅکله د تاریاکو د کښت او استعمال د حراموالی مسئله نه ده بیان کړی بلکه شاګردانو ئی د تاریاکو د کښت د حصول پر وخت له مدرسو او مسجدونو څخه رسمی رخصت اخیست او د حلال کِسب او کار په نیت به ئی د تاریاکو په کرونده کی د نیښ وهلو مقدسه! دنده اجراء کوله البته د غټو ملایانو د ذکاة ونډه د ارمونی فئوډال لخوا مخکی له مخکی منظوره وه. دا چی دا تریاک چیرته او په کوم مقصد صادریدل بیل بحث دی.
    پدی وروستیو کلونو کی د افغانستاند تاریاکو د تولید پروژه د سختو چلینجونو سره مخامخ سوه ( د توقع خلاف، د غرب صنعتی – داروئی فابریکو ته په کافی اندازه نه رسیده او تقریباً ټول تولیدات ئی د هیروئینی مافیا لاسته لویدل چی البته اروپا ته د هیروئینو قاچاق ، اروپائیان د سخت تشویش سره مخاوخ کړه نو ځکه ئی طالب ته ماموریت ورکړ چی د تاریاکو د کښت مخه نوره ونیسی، که نه طالبانو د دین او وولس پخاطر د تاریاکو پر کښت بندیز نه دی لګولی.
    د کیسی ادامه:
    دیرش څلویښت کلونه مخکی کله چی پر برما نظامی حکومت مسلط سو نو د تاریاکو د کښت پروژه ئی پخپل واک کی واخیسته، سخت ډسپلین ئی حاکم کړ حتی یو ګرام تریاک هم د عامو خلګو لاسته نه لویده ، د تاریاکو د قاچاقبرانو مجازات اعدام ؤ، کروندګرو خپل ټول د تاریاکو حاصلات نظامی حکومت ته سپارل او په بدل کی ئی ټاکلی بیه تر لاسه کول البته نظامیانو دا تاریاک په قانونی توګه صنعتی هیوادونو ته صادرول څو د درمل جوړونی په صنعت کی وکارول سی.
    لس دوولس کلونه مخکی غربی هیوادونو خصوصاً انګلستان تصمیم ونیوی چی د نظامی حکومت پر ځای یو بل ډموکراټیک او منتخب حکومت را منځته کړی چی البته دا کار تر سره او د انګریزانو ورینداره ( هان سون سوچی نیغی چاکی ) د منتخب حکومت مشره وټاکل سوه. د نوبل د سولی جائزه ئی ورکړه او څه موده وروسته ئی د برما د هیواد اقلیت مسلمانی پرګنی په وځپلی.
    د سوچی چاکی حکومت په فساد ککړ او د تاریاکو پروژه د مافیا لاسته ولویده بالآخره نظامیان مجبور یا مأمور سوه چی د سوچی چاکی حکومت نسکور او نظامی حکومت رامنځته او د تاریاکو د تولید پروژه خپل اصلی مسیر ته برابره کړی.
    نو
    خبره می دا ده چی د برما د تریاکو د تولید نتایج ویرانوونکی نه دی خو د افغانستان د تاریاکو پروژه ویرانوونکی وه او نن هم ویراننونکی ده حتی که په لږه اندازه هم وکرَل سی.
    دا دی دومره کیسی می در ته وکړی ( بیا و نه وایاست چی خان ! بیده دی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب