دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د رحماني په شان پر نورو په فساد کې ښکېلو...

امریکا وايي، د رحماني په شان پر نورو په فساد کې ښکېلو کسانو بندیزونه لګوي

د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني مشر میرحمان رحماني او د هغه پر زوی د فساد په تورونو د بندیزونو له لګولو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې د نورو فاسدو عناصرو پر ضد به هم ورته مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت له ویندوی ماتیو میلر څخه پرون /دوشنبې/ په واشنګټن کې پوښتنه وشوه چې پر میررحمان رحماني سربېره به په فساد کې پر لاس لرلو پر نورو افغان چارواکو هم بندیزونه ولګول شي؟ ده وویل چې د امریکا حکومت د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني ريیس او زوی په افغانستان کې دننه او له دې هیواده دباندې په پراخ فساد کې د لاس لرلو په خاطر بندیزونه ولګول.

میلر د امریکا د بندیزونو د څرنګوالي په ډېر وضاحت ورنه کړ خو یوازې یې وویل، امریکا ته د دوی پر سفر بندیز لګول کېږي او امریکا به په عین حال کې په افغانستان کې دننه او بهر د فساد پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.

ظاهراً د امریکا اشاره نور پخوانیو افغان چارواکو ته هم ده چې ویل کېږي د امرکیا د شل کلن حضور په ترڅ کې یې سلګونه میلیون ډالر وهلي او ډېرې پیسې یې د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې ایښي او یا یې جایدادونه پرې اخیستي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې تېره شپه اعلان وکړ چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر دوو چارواکو، د ولسي جرګې رييس او د هغه پر زوی یې بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت پر اساس، دواړو رحمانیانو د قراردادونو د پړسولو، د وارداتو په مالیې کې د درغلۍ، د درغلیو په قضیو کې د لاس لرلو، د تېلو د غلاوو او په ولسي جرګه کې د درغلۍ په شمول په بیلابیلو او ګڼو برخو کې فساد کړی دی.

دا وزارت همداراز وايي چې میر رحمان رحماني د تېلو په قراردادونو کې بیې لوړې ښودلي، تېل یې بې مالیې وارد کړي او د مالیې پیسې یې خپل جېب ته اچولي او د غلا په پیسو یې ځان د افغانستان ولسي جرګې ته رسولی او حتي په رشوتونو یې ځان د ولسي جرګې ریاست ته رسولی دی.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې د رحماني د فساد شبکه ډېره پراخه ده او حتي تر جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، استرالیا، هالنډ او بلجیم پورې رسیږي.

1 COMMENT

  1. وایی:
    یو پټی رشقه یې خلاصه کړه ته یی لا خوسکی بولې!
    امریکا ته ګوره او میر رحمانی ته مچ او پیل سره مقایسه کول دی . زه دافغانانو دې لافو او پټاکو ته هک پاتې شم . دروغ او لافې خو هم حد لری.
    امریکا راغله خپل کورکې یې تباه کړو او هرڅه یې را څخه ختم کړل خو موږ یې لاشک ګڼو!
    تریلیون دالر مرستې یې کومه پروژه او کارخانه کې مصرف شوې چې موږ یې نه وینو؟ غنی مټکور اوس غږیږه ببولالو ته ځان چمتو کوی . موږ په کومه روان یو موږ تل دترکستان په لور . دامریکا زیر بنایی، اقتصادی او نظامی ظرفیت ته ګوره او ته دیوه فقیر هیواد چې ددریمې ڼړۍ له هیوادونو ټیټ ګراف راځی او درې برخې نفوس یې له غذایی فقر سره مخ دی.
    وایی ده درکجا ودرختان درکجا . عقل او منطق ښه شی دی لږ دقیق سوچ او انداز په کار ده هره لوبه خپل محراق او ځای لری. که په دروغو کلی کیدای نو مشکل به نه وه. دغه میر ده او که کوم بل شی کوم چینل کې ما ولید سوچه دکراچی وان په بڼه ګړیده هغه هم دنظام په هکله داشو دپارلمان غاصب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب