جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې پخوانی مخکښ غړی رمضان بشردوست نیول شوی

د ولسي جرګې پخوانی مخکښ غړی رمضان بشردوست نیول شوی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه) څو سرچینو تاند ته وویل چې طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست نیولی دی.

بشردوست د پخواني جمهوري نظام له پرزېدو وروسته په کابل کې پاتې شو. نوموړی د جمهوري حکومت د چارواکو سخت منتقد و.

تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو بشردوست ولې نیولی خو نوموړي په وروستیو کې په ځینو مواردو کې پر طالبانو نیوکې کړې وې او ګومان یې کاوه چې د جمهوري نظام د مهال په شان به بیا هم څوک ورته څه نه وايي.

که څه هم طالبانو تراوسه پورې رسماً د بشردوست نیونه تایید یا رد کړې نه ده خو دې ته په پام چې بشردوست روانه اوونۍ د ښځو خلاف د طالبانو پالیسي غندلې وه، ګومان کېږي چې د نوموړي د نیول کېدو ادعا به حقیقت ولري.

اکثره منور افغانان د ښځو د کار او تعلیم خلاف د طالبانو د تګلارو مخالف دي او له هغوی غواړي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

خو یو شمېر طالب مشران وايي چې د دوی ځینې کلیوال او بدوي مشران د ښځو د تعلیم او کار مخالف دي.

د طالبانو حکومت بیا رسماً وايي چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار مخالفت یې نه دی کړی خو تر بلې خبرتیا پورې یې د ښځو کار او د نجونو زده کړې ځنډولې دي.

4 COMMENTS

  1. د کلیوالو او بدوی ( کوچیانو ) مثال صدق نه کوی ، ځکه کلیوال ټول خپلی ښځی د پټیو او باغو نو د کار لپاره پریږدی او بهر بی محرمه ګرځی او کوچیانو بیا پری رمی څروی او واښه پری راټولو وی

  2. نيوکه کول ګران کار دی او زياتره همدغسې د نيول کېدو، غايبېدو او لا نور زياتې وخيمې پايلې لري.
    هېڅ چارواکی او واکمنه اداره پر ځان نيوکه زغملی نه شي.
    اوس خو زموږ واک له يوې بېګانه واکمنې څارګرې ادارې او له بېګانه نظاميانو سره دی چې له هېواد بهر مو له خپل استبليشمينټ نه اداره کوي او بس.
    دا لوبه به د يوکراين تر جنګ ختمېدو پورې روانه وي او داسې خبرې شته چې ويل کيږي لږ تر لږه تر اوو – لسو کلو پورې دا لانجه روانه وي.

  3. محترم ملی شخصیت رمضان بشر دوست داسی خرڅ شوی او رالیږل شوی غلامان هیڅکله نشی زغملۍ ټولی افغانانی او ټول افغانان په اتحاد او یو غږ سره دداسی کثیفو او چټلو راوستلو پر ضد په داخل او خارج کښی خپل اوازونه راپورته کړی او ددوی پر ضد مظاهری شروع کړی ، دی کثیفو د افغان ملت مقدس دین بد نامه کړۍ دی او افغان ملت ئی د لوږی سره مخامخ کړۍ دی ددی کثیفو حکمرانان پنجابیان دی او پنجابیان او ایرانیان د افغان ملت دیرینه دوښمنان وو او دی او ددی شرائیطو څخه روسیه ، امریکا او چین فوق العاده سوء استفاده کوی که دا منورین همداسی بی تفاوته پاتی شی نو ممکنه دی چی د افغان ملت بدبختی به لا پسی زیاته شی او باالاخیره د افغانستان تجزئی ته به زمینه برابره کړۍ شی !!!!!

  4. رمضان بشردوست په هیواد او اولس مین انسان دی ، ځورول یې د منلو وړ ندی او خبرې یې داولس د حق خبرې دي ! ټول اولس باید لا سونه سره ورکړي د خپلو نجونو د ښوونځي د حقوقو او د ښځو منل د انسان په توګه له دې مذهبي جاهلانو څخه غوښتنه وکړي او که نه د فرانسې انقلاب د وکړي او ددغو رزیلانو جرړې د وباسې ! لکه څرنګه چې دغه وحشیان په نورو قومونو کې محبوبیت نلري ، همداسې پښتانه هم نفرت ترې لري ! زما خو ارزو داده چې دوی ژر جنت ته لاړشي او د محمد سره قیصې وکړي ! نالت په دینی منجمدو قوانینو چې له علم سره په تضاد کې کار ونه کوي ! میږی چې ورکیږی وزرونه کوی ! دوی په علم کې خپل زوال ویني نو ځکه لکه لېوني سپي حملې کوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب