جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه‏په بلخ کې ناروغ معتادان د درملو او خوړو د نه ورسیدو...

‏په بلخ کې ناروغ معتادان د درملو او خوړو د نه ورسیدو شکایت کوي

خبریال: ‏په بلخ کې تر درملنې لاندې معتادان د درملو او خوراکي توکو نه شتون څخه شکایت کوي.

‏که څه هم د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې لپاره نوی صحي مرکز جوړ کړی دی، چې د ۶۰۰ معتادینو د درملنې ظرفیت لري. خو له بلې خوا معتادین وايي په دغه مرکز کې دوی ته اړین درمل او پوره خواړه نه ورکول کېږي.

‏د بلخ ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري رمضان ذاکري وايي چې د معتادینو د ښې درملنې په موخه یې یو ۶۰۰ بستریز مرکز جوړ کړی دی. د هغه په وینا په دغه مرکز کې اوس مهال د ۳۰۰ معتادینو درملنه کېږي.

‏د طالبانو د حکومت دغه چارواکی ادعا کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو څخه تر دې مهاله پورې په بلخ ولایت کې د ۲۰ زرو معتادینو درملنه کړې ده.

‏خو له بلې خوا معتادین وايي د درملنې په مرکز کې دوی ته پوره خواړه او همداشان اړین درمل نه ورکول کېږي. تر درملنې لاندې ددغو معتادینو په وینا د مسؤلینو له خوا ورسره بد چلند کېږي او وهل، او ټکول کېږي هم.

‏د مزارشریف ښار د معتادینو د درملنې په مرکز کې تر درملنې لاندې معتاد اختر چې له شپږ کالو راپدېخوا نشه يي توکو کاروي. وايي چې د نشه يي توکو د استعمال له امله په تور زيړي ناروغۍ اخته شوی دی. د اختر په وینا که څه هم دی ناروغ دی خو د کمپ د مسؤلینو له خوا ورته هیڅ پاملرنه نه کېږي او نه هم د درملنې په دوران کې د بدن د درد درمل ورکول کېږي.

‏اختر وویل: “شپږ کاله مخکې په ایران کې معتاد شوم. د اعتیاد له امله ددغه تور زیړي مرض راته پیدا شو. خو پیسې مې نه لرلې چې تداوي وکړم، بس همداسې ګرځم. په کمپ کې خوراک سم نه راکوي”.

‏په دغه مرکز کې یو تن بل معتاد احسان بیا وايي چې د مخدره توکو د استعمال له امله د سږو په ناروغۍ اخته شوی دی. دی وايي چې یوازې دغه مرکز ته راوړل او د بندي په شان په کې اچول شوی دی خو هیڅ ډول درملنه یې تر اوسه نه ده شوې. هغه زیاتوي په کمپ کې یې درې میاشتې تېرې کړي خو تر اوسه یې سمه ډوډۍ نه ده خوړلې.

‏احسان وايي: “مخدره مواد مې کارول، ساه لنډي مرض راته پیدا شو. اوس دلته کمپ کې پروت یم، هیڅ څوک مې پوښتنه نه کوي. دوا نشته، سمه ډوډۍ نشته “.

‏که څه هم د بلخ ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د معتادینو درملنې چارې په چټکۍ روانې دي، خو له بلې خوا ځینې معتادینو د نوم نه اخیستلو په شرط (ـــ) ته وویل چې د معتادینو په مرکزونو کې د یوې میاشتې په سر ترې په زوره ۱۲ زره افغانۍ اخیستل کېږي. دوی وايي د مراکزو مسؤلین هغه معتادین  وهي او ټکوي چې کورنۍ او خپلوان نه لري او یا هم ترې نادرکه شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب