جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهښځینه معترضانو سره تشدد؛ یوناما: حاکم رژیم باید خلک خاموشه نه کړي

ښځینه معترضانو سره تشدد؛ یوناما: حاکم رژیم باید خلک خاموشه نه کړي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه)  د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما په کابل کې ښځینه معترضانو سره د طالبانو د ننني تشدد په اړه ژوره اندیښنه ښوده.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان له تاوتریخوالي پرته په ازاده توګه د نظر څرګندونو حق لري.

یوناما د طالبانو له رژیم څخه غوښتي، چې باید خلکو ته دغه حق ورکړي.

د طالبانو ځواکونو نن چهارشنبه په کابل کې د ښځینه لاریون کوونکو د تیت و پرک کولو لپاره هوایي ډزې کړي او هم یې پر دوی اوبه پاشلي.

دغه لسګونه ښځې، د سینګارځایونو د تړل کېدو په اړه د طالبانو د پریکړې خلاف راوتې وې.

طالبانو د یاد شوي لاریون او خپل چلند په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...