Homeخبرونهتورخم کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی شوی

تورخم کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی شوی

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه)  د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژيم چارواکو ویلي، چې په تورخم کې یې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی کړی.

د طالبانو د رژیم ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په يو بار وړونکي موټر کې یې د بېلابېل ډوله قيمتي ډبرو ۲.۶۵ کيلو ګرامه سمپلونه نيولي دي، چې پاکستان ته قاچاق کېدل.

سرچینه زیاتوي:په نيول شويو قيمتي ډبرو کې ياقوت، بيروج، آفګینت او فرورایټ شامل دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې له تورخم څخه د افغانستان د یو موټر تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر هم ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...