تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۸ مه) افغانستان، ازبکستان او پاکستان له مزارشریف څخه د پکتیا ولایت تر خرلاچۍ بندره پورې د ترانس افغان ریللارې د پروژې پر جوړولو کولو سلا وکړه.
د افغانستان د ریللارې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د درو هیوادونو د ریللارو چارواکو په اسلام اباد کې د غونډې په پای کې د دې پروژې د اجرا کولو لپاره پر یو کلن پروګرام هم سلا وکړه. د دې موافقې پر اساس به یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې په اړه لازم معلومات چمتو کړي او بیا به یې په بیلابیلو طریقو له هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره شریک کړي څو نړیوالې موسسې او هیوادونه د دې پروژې په جوړولو کې پانګونې ته وهڅول شي.
د درو خواوو چارواکو وویل چې د دې پروژې د عملي کېدو امکان باید په غور مطالعه شي چې ژر تر ژره یې عملي کار پیل شي.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ریللارو د ادارو د چارواکو ترڅنګ په اسلام اباد کې د افغانستان او ازبکستان سفیرانو هم په غونډه کې ګډون درلود.
د دوی په غونډه کې څرګنده نه شوه چې کله به د دې پروژې سروې کېږي، څوک به سروې کوي، او بودجه به یې له کومه ورکول کېږي؟
پخوا ټاکل شوې وه چې د ازبکستان ریللار، له مزارشریف څخه د سمنګان، بغلان، پروان، کابل، لوګر او ننګرهار څخه له تېریدو وروسته په تورخم کې د پاکستان له ریللارې سره وصل شي خو وروسته په دې خاطر چې دا لار ډیره غرنۍ او نسبتاً اوږده ده، پرېکړه وشوه چې دا ریللار د تورخم پر ځای د پکتیا ولایت د ډنډوپټان ولسوالۍ خرلاچۍ بندر ته وغځول شي.
د پاکستان تر نظارت لاندی چی مور ترون لاستیک کرو، نو مور ته به یی گته حه وی؟ دا خو ده حقیقت د پاکستان او ازبکستان ترون دی او مور ته یی هیح خیر نشته.