یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکانګریس له افغانستانه د وتو په تړاو د بهرنیو چارو وزیر ور...

کانګریس له افغانستانه د وتو په تړاو د بهرنیو چارو وزیر ور غواړي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه)  د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د احضارولو حکم لاسلیک کړ.

دا اقدام تر هغې وروسته وشو، چې بلینکن، د بهرنیو اړیکو کمېټې ته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو د اسنادو له وړاندې کولو ډډه وکړه.

د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په بیان کې راغلي. چې د جون په اتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دریو غوښتل شویو توکو څخه دوه یې مایکل مک کال ته وړاندې کړل او د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې له پرله پسې غوښتنو سره سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې ورکولو ډډه وکړه.

ویل شوي، چې نوموړي د دغو اسنادو له سپارلو انکار کړی.

 مک کال وویل: ما په وار وار له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د ګډوډ وتو په اړه، د اسنادو غوښتنه کړې ده، خو بهرنیو چارو وزیر همکاري ونه کړه، زه یې اوس له احضارولو پرته بله لاره نه لرم.

 په دغو محرمو اسنادو کې د بهرنیو چارو وزارت او کابل سفارت ترمنځ د تبادله شویو پيغامونو غوښتل هم شامل دي.

ویل کیږي چې په دغو پیغامونو کې د سفارت کارکوونکو د افغانستان د جمهوري نظام د ناڅاپه سقوط او ړنګیدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

مایک مک کیل له افغانستانه د امریکا د خندا وړ وتلو په اړه د څېړنو لپاره د دغو پیغامونو بشپړ محتوا ته لاسرسی غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب