جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د معاشونو د سیستم پر پیاوړتیا په دوبۍ کې...

په افغانستان کې د معاشونو د سیستم پر پیاوړتیا په دوبۍ کې خبرې وشوې

تاند (شنبه، د جوزا ۱۷ مه) په متحد عربي اماراتو کې پرون (جمعه) په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مساله په یوه غونډه کې وڅیړل شوه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې تر سلو د ډیرو نړیوالو بانکونو استازو، د ډیجیټل سیستمونو متخصصانو او د مدني ټولنې کارپوهانو برخه اخیستې وه.

دې غونډې ته د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلیندا ګوډ وویل داسې یو سیستم باید رامنځته شي چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانانو ته مرسته رسیږي او په افغانستان کې له خصوصي سکتور ملاتړ کیږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د طالبانو د حکومت استازو هم ګډون درلود.

د افغانستان بانک ویندوی حسیب اله نوري وړاندیز وکړ چې دوی غواړي له ټولو نړیوالو موسسو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې اړیکې ولري.

د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ راوروسته د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونه لګیدلي دي او له همدې کبله نه یوازې افغانستان د دولت په کچه بلکې خصوصي سیکتور هم له بې شمېره ستونزو سره مخامخ دی.

سوداګر وايي چې د وارداتو لپاره بهر ته په خورا سخته پیسې لېږي.

1 COMMENT

  1. د میلیندا ګوډ په اړه د نړیوال بانک له صفحی معلومات په انګلیسی او پښتو باندی:
    Melinda Good is the Manager for Operations in Pakistan. Based in Islamabad, she manages a team of 40 staff supporting projects across the country including in infrastructure, private sector development, human capital, and service delivery. Her work takes her frequently to Punjab, Sindh, Khyber Pakhtunkhwa and Balochistan. Previously, Melinda was Chief Counsel managing legal operations for the South Asia Region. She has worked in the World Bank’s Indonesia and Washington, DC offices. Previously, Melinda worked with the Asian Development Bank in Manila, Philippines, and the Millennium Challenge Corporation in Washington, DC. Melinda began her career as a private sector lawyer in New York and in Singapore. She has worked across South Asia, East Asia, in parts of Central Asia, the Pacific Islands and North America. [She is a member of the Islamabad office’s first women’s cricket team and a student of Pakistan truck art.]

    ملینډا ګوډ په پاکستان کې د عملیاتو مدیره ده. په اسلام اباد کې میشته ، هغه د 40 کارمندانو ټیم اداره کوی چې په ټول هیواد کې د زیربنا ، خصوصی سکتور پراختیا ، بشری پانګې او خدماتو وړاندې کولو په شمول د پروژو ملاتړ کوی.
    د هغې کار هغه په مکرر ډول پنجاب، سیند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته لیږدوی. مخکې، میلنډا د سویلی اسیا سیمې لپاره د قانونی عملیاتو اداره کولو لوی مشاور و. هغې د نړیوال بانک په اندونیزیا او واشنګټن ډی سی دفترونو کې کار کړی دی. مخکې ، میلنډا په مانیلا ، فیلیپین کې د اسیا پراختیایی بانک او په واشنګټن DC کې د زریزې ننګونې کارپوریشن سره کار کاوه.
    میلنډا خپل مسلک په نیویارک او سینګاپور کې د خصوصی سکتور وکیل په توګه پیل کړ. هغې په سویلی اسیا ، ختیځ اسیا ، د مرکزی اسیا ، ارام سمندر ټاپوګانو او شمالی امریکا برخو کې کار کړی. [هغه د اسلام اباد دفتر د لومړی ښځینه کریکټ ټیم غړی او د پاکستان د ټرک هنر زده کونکی دی.]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب