جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټیستلوبه کې د تاریخي ماتې...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټیستلوبه کې د تاریخي ماتې په درشل کې ده

تاند (شنبه، د جوزا ۲۷ مه) بنګله دېش د افغانستان په وړاندې د ټیستلوبې په څلورمه ورځ هم پوره لاسبری و. پرون (جمعه) بنګله دېش په دوهمه پاڼۍ کې په داسې حال کې چې له افغانستانه ۶۱۶ منډې زیاتې لرلې، د څلور لوبغاړو له سوځېدو وروسته بیټنګ افغانستان ته وسپاره.

بنګالي لوبغاړو په دې باور چې افغانستان په هیڅ صورت ۶۱۶ منډې نه شي پوره کولی، افغان لوبغاړو ته د بیټنګ بلنه ورکړه. د دوی باور تر ډېره دقیق ښکاري ځکه چې پرون په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو یوازې ۴۵ منډې کړي، دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي او کیپتان حشمت الله شهیدي د ژوبلېدو له کبله له لوبې ووت.

بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۹۲ منډې کړې وې چې په مقابل کې یې افغان لوبغاړو صرف ۱۴۶ منډې وکړای شوې.

بنګالي لوبغاړو په دوهمه پاڼۍ کې ۴۲۵ منډې وکړې او له همدې کبله یې بې له دې چې ټول لوبغاړي یې وسوځي، بیټنګ افغانستان ته پرېښود.

که د افغانستان د لوبې لومړۍ پاڼۍ یا ایننګز ته وکتل شي، د افغانستان درې اصلي بټسمنان له لوبې وتلي دي او یوازې رحمت شاه ته یو څه هیله کېدای شي.

ابراهیم ځدراڼ په صفر وسوځېد او عبدالمالک یوازې ۵ منډې وکړای شوې. خو حشمت الله شهیدي ۱۳ منډې کړې وې چې ژوبل شو او پر ځای یې ناصر جمال راووت.

ګومان کېږي چې افغانستان به په ډېر لوی توپیر ماته کوي، داسې ماته چې بنګله دېش به د خپل کرکټ په تاریخ کې بلې کومې لوبډلې ته نه وي ورکړې.

دا ماته به د افغانستان د شل اوره او یو ورځینۍ لوبډلې پر لوبو هم ممکن بې اغېزې نه وي.

 په دوه زره نولسم کال افغان لوبډلې لومړۍ ټیستلوبه له بنګله دېش څخه د دوه سوه څلرویشت منډو په توپیر ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې د دوو هیوادونو لوبډلې درې یو ورځینۍ او درې شل اوره سیالۍ وکړي.

دا سیالۍ به د جولای په ۵ مه په لومړۍ پنځوس اوره سیالۍ پیل شي او د جولای په ۱۶ مه به په وروستۍ شل اوره سیالۍ پای ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب