جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابلوف: تر څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه وي پېژندل...

کابلوف: تر څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه وي پېژندل شوی، هیڅ افغان سفیر نه مني

تاند (شنبه، د جوزا ۲۷) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، تر څو چې د افغانستان اوسنی حکومت نړیوالو په رسمیت نه وي پېژندلی، هیڅ سفیر په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د کار اجازه نه لري.

کابلوف د روسیې له آر ټي وي آی تلویزیون سره په مرکه کې په عین حال کې د طالبانو له حکومت سره همکارۍ ته د روسیې لېوالتیا څرګنده کړه.

ده وویل، د افغانستان اوسنی حکومت غواړي چې روسي متخصصان یې توپونه او ټانکونه ترمیم کړي او روسیه هم له دې کار سره موافقه ده.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ډیرې وسلې پاتې دي چې ترمیم ته اړتیا لري.

کابلوف وویل:«د افغانستان چارواکي لیواله دي چې زموږ متخصصان له دوی سره د ټانکونو او توپونو په ترمیم کې مرسته وکړي. دا وسلې اکثره د شوروي دي، که څه هم طالبان ډېرې وسلې لري چې له تښتېدلیو امریکایانو ورته پاتې شوي دي.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي په رسمیت نه دي پېژندل شوي او د دې معنا دا ده چې دوی به په مسکو کې سفیر نه شي لرلی او دا مسله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په ځلونو یاده کړې ده. هغه وخت دا کار (د سفیر منل) کېدای شي چې طالبان د قومونو په ګډون ټولشموله او استازندوی حکومت جوړ کړي.»

کابلوف زیاته کړه، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بدل شوی نه دی او له همدې کبله روسي اتباع دغه هیواد ته له سفره ډده کوي.

روسیې په پیل کې د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکو ته لېوالتیا لرله خو اوس داسې ښکاري چې فکر کوي د طالبانو او امریکا ترمنځ پټې اړیکې شته.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اشاره ونه کړه خو دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د پلویانو او اکثره افغانانو اصلي اندېښنه دا دوې مسلې دي.

5 COMMENTS

  1. دا ډیره پر ځایی خبره ده چی روسیه هیڅ افغان سفیر نه منی طالبان حکومت نده او دی د افغان ملت نماینده ګی هم نشی کولی تر هغو پوری چی دوی افغانانو ته ثابته کړی چی دوی افغانان دی او دافغانستان ړی چی اولین قدم که باید دوی د څورلسمی سپوږمی هیبت مخ خلکوته ښکاره کړی چی واقعآ دی افغان ده دوهم دا دې شک خبره نده چی امریکا او طالبانو منځ کښی ارتباط شته طالب د ارتباط په واسطه کابل ته راغله او امریکا کابل طالب ته تسلیم کړ دا د امریکا پروژه ده شل کاله یې اسلام د دموکراسی پنام بدنامه کړو او اوسی د طالب دی افراطیت په نام بدناموی دا خلک هسی یو جاهله او بدون له کوم هدف او مرام نه امریکا صرف دی اسلام ضد او داسلام نه دخلکو د نفرت لپاره جوړه کړی ده او انشالله چی دوی خپله به بدنامیږی او په ډیر تحقیر سره به ورکیږی

  2. إه روس باور کوونکی ا و ورسره دوستی به لیونسان کوی. روس د شمالی ټلوالی ملاتړ او د افغانستان تجزیط ته کار کوي.

  3. چا چی د گاومیښی غوشه خوړلی وی هغه بیا دله شی دناموس او وطن پروا بیا نه ورځی عادتونه یې بیا دخینزیر شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب