جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اوسلو د غونډې برخوالو له طالبانو د خپلو ژمنو د عملي...

د اوسلو د غونډې برخوالو له طالبانو د خپلو ژمنو د عملي کولو غوښتنه وکړه

د ناروې په اوسلو کې د افغانستان په اړه د درې ورځینۍ غونډې برخوالو په یوه خوله له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو د بندیز د پای ته رسولو او په افغانستان د تروریستانو د پناهځایونو د له منځه وړلو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د اوسلو درې ورځینۍ غونډه د طالبانو ، د مدني ټولنې او د یو شمېر لوېدیځو هیوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې، چې د جون په ۱۳ مه پیل او په ۱۵ پای ته ورسیده، ټینګار وشو چې طالبان باید خپلې هغه ژمنې عملي کړي چې نړیوالې ټولنې ته یې ورکړي دي.

په غونډه کې د ملګروملتو، هند، پاکستان او قطر استازو هم د امریکا، بریتانیا، جرمني، ناروې او یو شمېر نورو لوېدیځو هیوادونو د استازو ترڅنګ ګډون کړی وو.

تر دې غونډې مخکې د طالبانو یو شمېر مخالفانو په دې اعتراض وکړ چې ولې د طالبانو استازي ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویندویانو په کنفرانس کې برخه لرله.

څرګنده نه ده چې د اوسلو د غونډې غوښتنو ته به د طالبانو د حکومت ځواب څه و خو اکثره طالب مشران وايي چې د نجونو ښوونځي یې یو مخ منع کړي نه دي بلکې تر بلې خبرتیا پورې بند دي.

خو په عین حال کې یو شمېر طالب سرچینې مني چې د دوی مشر ملاهبت الله اخوندزاده او ترې راچاپېره کړۍ، چې څو ګوته په شمېر کسان دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده کړو سره مخالف دي.

1 COMMENT

  1. دا چي ډیری وخت دا خبره کیږي چې پر ملا هیبت الله اخوند را تاوو کړۍ د نجونو د زده کړو سره مخالفت لری او یو شمیر یی نه لري. دا سمه خبره نه ده. بلکې په حقیقت کې ټول دا مخالفت لري. که یی نه لرلای ملا بعقوب چې ډیری وخت ویل کیږي. د نجونو د زده کړو پلوي دی پرون له یوې رسنۍ سره په خبرو کې د د خلکو د پوښټنو په ځوای کې په ښکاره ونشوای ویلای چې د خپلې کورنۍ د نجونو له پاره زده کړې غواړې حتی د هغوئ له پاره د دیني زده کړو د غوښتولو خبره هم ونه کړه. دا چې دغیر شرعي امر اطاعت کوي نو د نجونو له زده کړو سره مخالف دی. یعقوب هغه څوک دی چې ډیر وخت به ویل کیدل چې د نجونو پر زده کړو له ملاهیبت الله اخندسره مخالفت لري. نو دا خبرې هسي یوه ډونډوره ده. کنه نه وي شل میاشتی نور هم چې تیرې شي دا امر ثانی به دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب