جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چین سفیر او د افغانستان بانک ريیس پر بانکي او سوداګري...

د چین سفیر او د افغانستان بانک ريیس پر بانکي او سوداګري اړیکو خبرې وکړې

تاند (جمعه، د جوزا ۲۶ مه) د افغانستان بانک ريیس په کابل کې د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، دا خبره د افغانستان بانک ویندوی نن (جمعه) ورته وکړه او ویې ویل چې دوی دا اوونۍ سره کتلي دي.

د افغانستان بانکي سیستم د امریکا د بندیزونو له کبله له سختې ننګونې سره مخامخ دی او له بلې خوا یې اسعاري زېرمه د امریکا له لوري کنګل شوې ده.

چین له دې سره سره چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په کابل کې سفارت لري او د طالبانو له حکومت سره په بیلابیلو سوداګري او سیاسي برخو کې خبرو ته دوام ورکوي.

چین په افغانستان کې اقتصادي ګټې ویني او لېواله دی چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان بانک ویندوی حسیب الله نوري رویټرز خبري اژانس ته وویل:«د افغانستان بانک د ريیس او د چین د سفیر په کتنه کې پر بانکي اړیکو، سوداګرۍ او ځینو نورو اړوندو مسلو خبرې وشوې.»

ده همداراز وویل چې د افغانستان بانک ريیس ملاهدایت الله بدري او د چین سفیر (وانګ یو) دا کتنه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وکړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې کتنې په اړه د دوی پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب