Homeخبرونهبدخشان کې د وژل شوي طالب والي پر فاتحې چاودنې نوره مرګ...

بدخشان کې د وژل شوي طالب والي پر فاتحې چاودنې نوره مرګ ژوبله اړولې

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه )  له بدخشان څخه راپورونه وایي، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د وژل شوي سرپرست والي مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې پر مراسمو چاودنه شوې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغه پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب چارواکو دا پېښه تایید کړې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

مولوي نثار احمدي، چې د بدخشان لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست والي و، اوړمه ورځ د یوه ځانمرګي برید پر مهال د یاد شوي ولایت به مرکز کې ووژل شو.

د هغه د وژلو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د بلخ لپاره د دوی د والي مولوي داود مزمل له وژل کیدو وروسته، د مولوي احمدي وژل، د داعش له لوري د طالبانو د دویم والي وژل کیدل دي.

مخکې، په یوه بل برید کې، چې د وزیر اکبرخان پر روغتون ترسره شوی و، د مرکزي زون د قول اردو لپاره د طالبانو قومندان مولوي حمدالله وژل شوی و.

1 COMMENT

  1. روسیه: امریکا افغانستان بې ثباته کوي، داعش او القاعده پکې پالي
    https://taand.net/?p=225606
    دا کار په اصل کې امریکا او بیا په ځانګړی ډول پاکستان کوی ځکه دا ډله امریکا، سعودی او برتانیی په مشترک ډول جوړه کړه ترڅو افغانان د آبادی او ښیرازی ورځی ونلري مګر دا ځوروني له ۴۵ کالو را پدیخوا د غرب او پاکستان او ایران او سعودی او فرانسی او جرمنی له لوری روان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...