Homeخبرونهد کابل- کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ګڼ کسان مړه او...

د کابل- کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه )  نن سهار اته نيمې بجې د کابل – کندهار پر لويه لاره د زابل په پل سنګي سیمه کې د ۵۸۰ مسافر وړونکي بس او مازدا تر منځ ترافیکي پیښه کې ۹ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي، چې ټپيان د زابل ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه يې پيل شوې ده.

د پېښې دلیل نه دی روښانه، خو داسې پېښې له پخوا راهیسې پر دغه لویه لاره کیږي او خلک پکې موټر چلوونکي ملامت بولي.

د کابل – کندهار لویه لاره، د افغانستان له تر ټولو خونړیو لویو لارو څخه ده.

خلک پر حکومتي واکمنو هم نیوکه کوي، چې د لارې په اوږدو کې یې د لازمو ترافیکي تدابیرو او د موټر چلوونکو له  نه نظارت سره د پېښو د مخنیوي تدابیر نه دي نیولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...