شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بدخشان د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې

د بدخشان د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۸مه) له بدخشان څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، نن د فیض اباد ښار په یوه جومات کې، چې طالبان د فاتحې لپاره راټول شوي وو، چاودنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، چاودنه د بدخشان د وژل شوي مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې شوې.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعتو او کلتور ريیس معزالدین احمدي پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه یې بې خبري څرګنده کړه.

یوې طالب سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته وویل چې په دې چاودنه کې د طالبانو د حکومت د بغلان پخوانی امنیه قوماندان صفی الله صمیم او یو شمېر نور کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د فاتحې مراسمو ته ګڼ شمېر طالب چارواکي راغلي وو.

له چاودنې وروسته له جوماته لوګي او لوخړې پورته شوې.

د بدخشان مرستیال والي د سې شنبې په ورځ له خپل موټرچلوونکي سره په یوه موټربمي چاودنه کې ووژل شو.

د برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست. په پېښه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

5 COMMENTS

  1. په فاتحو ، ودونو، جوماتونو، روغتونونو ، عامو ځایونو، او حتی زیږنتؤنونو کې همدې هیبتې او حقانې ځناورو خر مرګي تر سره کول. نو د خر مرګو دا دود او کلتور دي همدغو ناولو هیبتې او حقانې ځناورو اختراع دی، او اوس یې په خپله د خپل وحشت خوند څکئ

  2. سوال دادی چی پیغمبر به د قومندی ورکولو وخت کی چیری ولاړ و؟ د انترکاننتال په چاودنه کی وای د هوټل دروازی سره ولاړ و،و بیا ی وژل شوی استشهادی ته د یو جومات په بام د جنت سند ولیک. دلته بدخشان کی کیسه څه ډول وه؟

    • د رسول صلی الله علیه وسلم نسبت دغو خوارجو ته نه یوازې غلطه دي بلکې عظیمه ګناه دي. رسول ص د انساني بشریت لوى لارښود دي. په دا ډول توهین امیزه شکل د رسول صلی الله علیه وسلم یادول ١.٤ بلیونه مسلمانانو د زړونو د مجروح کولو معنی لري. د ټانډ محترمو دوستانو څخه هیله کوم چې داسې مسایلو ته اجازه ورنکړي.

  3. ځنګه ده هیبتی خینزیره خر کوټی یو په بل پسی روان دی اوس یې خوند وګوره هغه وخت چی تاسو بیګناه افغان ولس په بمونو الوزول تاسو څنګه ترې خوند اخیست اوس له دوی څخه یې هم واخلی

  4. پاچا صاحب السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    هیڅوک دا جرات او بیحده ګستاخی نکوی چی زموږ مبارک نبی حضرت محمد (ص) ته بیځایه حتا اشاره وکړی، دلته د سردار هردو کونین او د الله د بهترین محبوب څخه مقصد ندی بلکم اشاره د یو بی سنجشه سړی هغی بیځآیه قصی ته ده چی تراوسه فیسبوکیان ورباندی ملنډی وهی توبه یاالله توبه ددی خلکو لدی قصو چی یوه ورځ یی دسر پریکړو پسونو قصه بله ورځ یی د چرګانو د اذان او بله ورځ یی د وښوخوړلو قیصی ټولو مسلمانانو ته پیغور جوړیږی راځئ دا خلک هوښیار او داخرت له عذابه خبر کړو دوی د بګرام وسلو مست کړی په ځان نه پوهیږی دین یی مسقزه کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب