شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو د نه نیول کیدو...

طالبانو له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو د نه نیول کیدو غوښتنه وکړه

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه )  په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې، د افغانستان سفارت اعلان کړی چې یوه پلاوي یې په پاکستان کې له امنیتي چارواکو سره کتلي او په دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د نیولو د بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په وینا، په دې غونډه کې معلومه شوه چې د اسلام اباد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست له خوا نږدې ۲۵۰ افغانان نیول شوي او یو شمېر یې د قانوني اوسېدو اسناد لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه ټویټ کې اعلان وکړ: موږ د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې د افغان کډوالو نیول بند کړي او د هغوی اندېښنې په رسمي توګه مطرح کړي، ځکه دا ډول چلند د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولی شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېرى هغه پناه غوښتونکي چې په تېرو ورځو کې د اسلام اباد د پوليسو له خوا نيول شوي، له اسنادو پرته دي، خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه يې کارتونه ترلاسه کړي او د کډوالو په توګه پېژندل شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان سفارت اعلان کړی و چې یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې د مې د نهمې نېټې په مظاهرو کې د ګډون په تور نیول شوي او ټینګار یې کړی چې دغه کسان له دغو پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.

د مې په نهمه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې د هغه د نیولو پر ضد له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پیل شوې.

1 COMMENT

  1. پاکستان ته طالب خبیث لکه بادار ته داسي په سرټيټۍ سره غوښتنه کوي.پنجاب خو دده د اورتې میړه ده څه سي هغه کوي دئ ورته خوله نسي پرانیستلائ 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب