نږدې دوه کاله کیږي، چې میرویس اشرف او نصیب خان د کریکټ بورډ واګي په لاس کې اخېستي دي، چې تر یوه حده یې د کریکټ دپاره بنسټیز کارونه کړي دي لکه د پاکستان په شمول د څو لوبډلو سره لوبلړۍ برابرول، د کورني کریکټ په برخه کې د زرغون افغانستان یو ورځینۍ سیالیو جام ایجادول، د نړیوالو مشهورو روزونکو ټاکل، د لوبډلې دپاره په موقت ډول مالي ملاتړي پیدا کول او نور، خو دا بسنه نه کوي.
زه د یوه افغان، کریکټ مینه وال او لیدونکي په حیث بورډ ته څو وړاندیزونه کوم، چې هدف یې اصلاح او دې ملت او خاورې ته عزت لاسته راوړل دي.
۱- تر ټولو د مخه په بورډ کې هغه تخنیکي کسان او لوبغاړي چې ډلبازیو ته لمن وهي او تر ډېره مالوم هم دي، باید مجازات کړل شي، سره د دې چې کیدای شي بورډ/لوبډله کې یې تشه احساس شي، خو په څو میاشتو کې ډکیږي او دایمي حل به رامنځته شوی وي.
۲- د بورډ مسولین او ټاکوونکي ډلګۍ باید د دریو فارمټونو دپاره مشخص لوبغاړي په نښه کړي او فارمټ ته په کتو د اړتیا او وړتیا لرونکي لوبغاړي کتګوري او ورته خپلو عوایدو ته په کتو تنخواوې وټاکل شي، ځکه تر نن ورځې هیڅوک مالومات نه لري، چې څوک څومره معاش اخلي او په کومه کتګورۍ کې د کوم معیاري له مخې شتون لري.
۳- پخواني لوبغاړي په عزت سره باید استعفاء وکړي او بورډ په نورو تخنیکي برخو کې، چې وړتیا یې لري؛ ګټه ترې واخلي، کنه قرارداد یې باید ختم شي، چې خپله مجبور شي.
۴- بورډ باید پخپل تشکیل کې د اړیکو جوړولو/ساتلو ډیپارټمېنټ ولري او داسې کسان پکې وګماري، چې د نورو هیوادونو سره د لوبو برابرولو په برخه کې کافي وړتیا ولري او د نږدې هیوادونو په شمول د ملي، نولس کلنې او الف لوبډلې دپاره لوبې برابرې کړي.
۵- په لوبیدونکو لوبغاړو کې باید هغه کسان په نښه شي، چې د یوه بل تر لوبډلمشرۍ نه لوبیږي، خپل لوبغاړي راولي او یا نورې مداخلي کوي او داسې بند باید ورکړل شي، چې د نورو دپاره عبرت شي، همدا اوس د ځینو لوبغاړو ترمنځ، چې ځانونه ورته فرعونیان مالومیږي؛ دا مسله روانه ده، خو بورډ پرې غلی دی.
۶- په سوداګریزو لیګونو کې لوبیدونکو لوبغاړو ته بورډ باید واضحه کړنلاره ولري او د ۳ زیاتو لیګونو کې د لوبیدو اجازه باید ور نه کړل شي او هغه هم دوی وټاکي. دا یاد ولرئ، چې زموږ ستر لوبغاړي د خپلو لوبو زیات لیګونو ته لیواله وي او ځان په ښه پرفامس ساتي، کنه د ټولو رسمي او شخصي لوبې وګورئ.
بله داچې که لوبغاړي په پردیو لیګونو ښه کیدلی، نو ویسټ انډيز نه به د چا پلار لوبې نه وی ګټلي او هندوستان به ټولې بایللی.
۷- کورنۍ کریکټ باید نور هم غښتلی شي، لوبغاړي د زیاتو لوبو مصروفیت ولري او هم مالي برخه کې ورسره همکاري وکړي. زما نظر دادی، چې APL باید په ښه مدیریت سره پیل شي، زرغون افغانستان جام باید په پنځوس اوریز فارمټ کې غښتلی او د زونونو په کچه شي، شپږیزه باید لس اوریز فارمټ ته واوړي او داخلي پانګه والو ته ورکړل شي او په بدل کې یې د زونونو په کچه د کابل/افغان ملي جام په نوم شل اوریزې سیالۍ ایجاد شي او ترڅنګ یې څلور ورځنۍ، درې ورځنۍ، کلب لیول او نورې سیالۍ د لوبغاړو په تفکیک سره تنظیم شي، چې هم به د نورو لیګونو خلاص وو، هم به مو نوي لوبغاړي موندلي او هم به دوی ته مالي برخه کې اسانتیاوې وي.
۸- داسې ټاکوونکي ډلګۍ دې وټاکل شي، چې ژمن، تخنیکي او باوري وي، چې نه د کوم لوبغاړي حق خوړل کیږي او نه بل ته ورکول کیږي، که پخپلو کې یې امکان نه درلود، یو دوه کسان بهرني هم ګمارل کیدای شي، چې اړیکې و نه پالي.
۹- بورډ باید تر اخري حده کوښښ وکړي، چې کابل کې نوی نړیوال سټنډرډ لوبغالی جوړ کړي، د خوست، ننګرهار او قندهار لوبغالي معیاري او د شپې لوبو ته جوګه کړي، ترڅو لوبغاړي د سره لمر پرځای معتدله هوا او د زیاتو لیدونکو په شتون کې لوبې وکړي.
۱۰- بورډ باید پخپلو امکاناتو او یا د نورو رسنیزو خصوصي چینلونو په همکارۍ یو نړیوال معیار باندې برابر پروډکشن ولري، که په ملي سپورت بسنه کوی، تر ۵۰ کالونو هم درباندې قسم کړې، چې دوی معیاري شي، بلکې هماغه څلور کمرې به ګرځوي.
۱۱- بورډ د خپلو لوبلړیو او لیګونو دپاره هیڅ مسلکي تبصره کوونکي نه لري، دا څو یې بورډ کې هر کاره دي او هر کاره، ډيری وخت هیڅ کاره وي. د دې پرځای چې موږ دیوېندرکمار ته زرګونه ډالر ورکوو، ولې د یوې شفافې پروسې له لارې د هیواد د مختلفو ولایتونو د رسنیو څخه ورزشي خبریالان، چې په انګليسي او د کریکټ په تخنیکي اصولو برابر وي، نه ټاکو، چې د کریکټ نړیوالې شورا له لارې روزنه ترلاسه کړي او دا برخه ژوندی کړي او کیدای شي، ځینې یې په پخوانیو لوبغاړو کې هم پیدا شي.
۱۲- د خپلو روزونکو څخه باید سالمه ګټه واخېستل شي او لا د نړیوالې شورا ورکشاپونه واخلي او د څو لوبڅارانو په شتون کې باید دا برخه نوره هم غني شي او ترڅنګ یې د ویشتنځایونو دپاره بوخت کارکوونکي نور هم تخنیکي شي او د پردیو لاره بنده شي، چې ډالري معاشونه راڅخه وړي.
۱۳- د بورډ مطبوعاتي برخه باید ډېره غښتلي او مسلکي وي، ترڅو د بورډ د فعالیتونو ترڅنګ ورځني مالومات د خپلو خواله رسنیو څخه خپرول، د رسنیو سره دقیق مالومات شریکول، د افغانستان د کریکټ او لوبغاړو د پیل څخه تر نن ورځې پورې د کړنو ښودل او د یوې ځانګړې کلیزې شتون، چې د لوبغاو د زوکړې ورځې او غوره کارکردګي پکې ثبت وي.
پورتني ۱۳ موارد زما شخصي نظر دی، چې د کریکټ سره د شاوخوا ۱۵ کالونو نږدې پاتې کیدو او تعقیب څخه مې ترلاسه کړيدي او باور وکړی، چې د کریکټ په هره نادوده سخت ځوریږم او امکان دې ولري، چې مشران هم د زیاتو ستونزو او فشارونو سره مخ وي، خو د شته مشرانو د لا ډېر کار هیله کیدای شي، چې دوی څومره وخت دلته وي، راتلونکي دپاره یو بنسټ کیږدي.
هیله ده، د بورډ مسولین دغه وړاندیزونه که معقول وي، په عمل کې تطبیق کړي او ډاډ درکوم، چې د کریکټ اداره به د ادارو په سر کې غښتلي اداره وي او د بورډونو له تجاربو څخه په ګټنه به د سیال کیدو په لور قدم ږدي.