شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد فیض اباد ښار د جومات د چاودنې د مرګ ژوبلو شمېر...

د فیض اباد ښار د جومات د چاودنې د مرګ ژوبلو شمېر ۶۵ ته ورسید

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۸مه) د بدخشان د مرکز قیض اباد په یوه جومات کې د نن ورځې د چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۱۵ او د ټپیانو ۵۰ ته ورسید.

په فیض اباد کې د روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلي چې، له جومات څخه، چې د دغه ولایت د وژل شوي مرستیال والي فاتحه پکې روانه وه، لږترلږه ۶۵ مړه او ټپیان وروړل شوي دي.

لا هم وېره شته چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې واوړي.

راپورونه وايي چې د فاتحې مراسمو ته ګڼ شمېر طالب چارواکي راغلي وو.

په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د حکومت د بغلان پخوانی امنیه قوماندان صفی الله صمیم هم شامل دی.

له چاودنې وروسته له جوماته لوګي او لوخړې پورته شوې.

د بدخشان مرستیال والي د سې شنبې په ورځ له خپل موټرچلوونکي سره په یوه موټربمي چاودنه کې ووژل شو.

د برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست. په پېښه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

3 COMMENTS

  1. څنګه ده طالبه هغه وخت چی ستا دخلکو زامن په بمونو الوزول او خوند دی ځنی اخیست اوس هماغه خوندونه ته اخله ملت دی د نابودی کندی ته ټیل وهلی انشا الله چی همداسې به کندو ته غورځیګی

    • داخو جهالت دی چې هغه مړ شه نو داد هم مړ شي !‌په دواړو دنعلت وي دواړه یې دخرې زامن دي لا لدې جاهله دین سره یې !

  2. ولس ته پکار ده چی د تالبانو په مراسمو کی هیڅ ډول برخه وانخلی او خپل ځانونه وژغوري.

    دا نیالګي تالبانو خپله ایښي وو چی اوس يی ثمره اخلي. بلکه اوس هم تالبان د بی ګناه افغانانو د وژلو او ځورولو نه لاس نه اخلی او نور هم په خپل تورجهالت او سرکشۍ کی ډوب روان دي. د ظالمانو او ظلم انجام همیشه نابودي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب