څه کم دوه کاله مخکې؛ د وروستي سیاسی بدلون څخه لږ وروسته، کابل پوهنتون کې د هنرونود پوهنځي په اړه بحثونه پیل شول، ورپسې په مجموع کې په میډیا کې د هنر په اړه پوښتنې پیدا شوی. د کابل پوهنتتون څخه د مهاجر شویو استادانو په ډله کې د هنرونو پوهنځی دوهم ردیف کې راځي. خو چا ځواب ونه وایه چی هنر څه ګناه لري؟ اصلاً د هنر په هکله شکونه ډیر دي او هنر خو لاڅه چی دا کلمه (هنر) بیخي بیدني ګڼل کیږي. همدا انګیزه د دې لامل شوه چی د هنر په هکله دغه لنډه لیکنه، چې یوه یادونه یې بللای شو، خپریږي:
هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي. په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو (پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. بیلابیل هنرونه شته لکه؛ انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، مناقیب، شعر، تیاتر، تذهیب، خطاطی، سینما، ترانې ویل او نور.
هره هستونه هنر نه دی، نه هم هر ایجادی او تخلیقی اثر هنر دی، بلکې هنر او هنری اثر تر ټولو سخت او ستونزمن کار او د ډیرو معیارونو لرونکی دی. پخوا هنر په دوو برخو ویشل شوی و: ښکلي هنرونه او بل یې ګټور هنرونه.
ښکلي هنرونه هرومرو د مادي موخې او مقصد لپاره نه دي، بلکې یو شمیر د ذوق له مخې دي، چې پایله یې ارزښت هم لري لکه انځورګري، خو ګټور یا ګټه لرونکی هنر له هنري ارزښت پرته یوه بله موخه هم لري لکه سینګار شوي لوښي. نن ورځ دغه وېشنه له منځه تللی ده. هنر په عمل باندې د نظري معرفت تطبیق کول دي. هغه هنرونه چې هم ښکلا تجسم کوي او هم ګټه ولري او د هنریت تر څنګ د یو شمېر اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم وي، نو د هغو محصول تکرار کېدونکی او په هماغه یوه بڼه وي چې دې ته هنري صنعت یا صنعتي هنر وايي، خو هغه چې موخه یې یواځې او یواځې د انسان د ښکلا خوښونې د تندې ماتول وي، نو دې ته ښکلي هنرونه وايي. ښکلي هنرونه د دې له مخې چې آیا د هغو اغېزه د انسان په ذهن باندې د کوم حس له لارې واردیږي، یا په بله وینا آیا دا چې د انسان د ښکلا خوښونې احساس په کومه طریقه پوره کوي، په بېلابېلو ډولونو وېشل کیږي لکه: د پلاستیک هنر، فونتیک، بصري هنر، تجسمی، سمعي هنر او داسې نور. پلاستیک یا بصري هنرونه هغه هنرونه دي چې د انسان په ذهن باندې د هنر اغېزې د باصره حس یا سترګو له لارې واردیږي، نو ځکه له مادي او ثابتو عناصرو څخه جوړ شوي دي لکه: معماري، حجاري،انځورګري، سمعي یا فونتیک هنرونه لکه موسیقی، ترانې، مناقیب او د شعر دکلمه او د ادبی اثر هنرمندانه لوستل. نن ورځ ټول هیوادونه او ملتونه د خپلو خلکو د متعالی ارزښتونو د پاللو او د دوی د عواطفو دتلطیف او د خپلو کلتوری بډاېینو د ځلا او په ټولنه کی د معنوی او هنری ابداعاتو او تخلیقاتو د ودې لپاره ځانګړي ادارات لري. یوه بیلګه یې د هیوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه، دسینماتوګرافۍ ادارې، ملی ګالریګانې او دې ته ورته نورې ادارې دي. د هنری او فرهنګی ارتقا مسئولیت تر ډیره د دولت په غاړه لري.
موږ به هغه وخت ښه هنر او منلی هنرمند ولرو، چې حرفوي زده کړې ولري او د هنر په فلسفه پوه وي.په همدې موخه کلونه کلونه مخکې په شیرشاه مینه کې د صنایعو ښوونځی جوړ شو، وروسته بیا پوهنتون کې د هنرونو پوهنځی تشکیل شو. تېرو کلونو کې موږ د ډیرو عالی هنری آثارو د تخلیق او ایجاد شاهدان وو. له ډیر پخوا زموږ پتمنو خلکو جوماتونه ښایسته کول، د محراب خواوې به یې په نقشونو سینګارولی، جومات ته به یې ښایسته مناره جوړوله، په ښکلی خط به یې ایتونه لیکل او داسې نور. آڼ داچې کلیوالو میرمنو به دتنور غاړه، برغولی، د اوړو کندو او نور خټین لوښي ښایسته کول. د کمیمسونو غاړې او لستوڼي د ټیکری او خولۍ ښایسته ګنډل او هغو کی مرۍ او ښيښې لګول او ډیر داسې نور مثالونه د هنری کارونو دي.
په دې ډول سره د هنر، تعلیم او مکتب د اصطلاحاتو په اوریدو باید د بیدنی شک پیدا نشی.د ټولنې دبی ثباتي او ګډوډیو بهیر کې، له بده مرغه افغانان دومره اندیښنو اخیستی چی د هرڅه په لیدو او اوریدو د عقیدې د سستېدو ویره ورته پیدا کیږي. دا اندېښنې د دوی خپلې نه دي، بلکې له نورو ځایو دوی ته پیدا کیږي. یوه بیلګه یې داوه چې د ښوونځیو د بندیدو پرمهال څو ځله غږ اوچت شو چې: تعلیم اومکتبونه د افغانانو کلتور کی نشته. بل ځل هم افغانستان کې تعلیم، سواد او هنر ته په اشارې وویل شول: … افغانی ټولنه یوه قبیلوی محافظه کاره ټولنه ده کار پرې مه لرئ!
ترڅو به موږ قبیلوی او محافظه کار بلل کیږو او د (کار پرې مه لرئ) په بهانه به مو په هرڅه لوبې روانې وي؟
خبره تر هنره راغله؛ نو هنر، ښوونځی، تکنالوژي، برېښنا، روغتون، واکسین، ټولنیزموسسات، …دتمدن لاسته راوړنې، یوهم د چا په عقیده کار نلري. ایمانداري، تقوی او د آخرت چارې فردي او قلبې موضوع ده، اقتصادی او ټولنیزپرمختګ، تعلیم، هنر او ذوق د هیچا عقیده باندې کار نه لري. موږ ډیر لایق استادان او پروفیسران پېژندل اوپیژنو یې چې ډیر ایماندار او متقی وو او دي، ډېر هنرمندان پیژنو چې ریښتینی، صادق او باتقوا مسلمانان دي. باید هېر نه کړو چې: منکرات او بیلارۍ له ناپوهي، جهل، لوږې او بیوزلۍ را پیدا کیږي.
سلام
خوښی او نیکمرغی په یقین او خوښی کې وی غم او انديښنه په شک او غوسه کې. علم الانسن مالم یعلم دهنر برخه ده سلام قولا من رب الرحیم د احسن الخالقین څرګنده ښکلا او عینی هنر ده
دنبوی جومات منارې دښکلاء او دکلام الله تلاوت په مختلفو غږونو کې هنر دی.
نسخ،نستعلیق،رقاء،دیوانی او شکسته خط دهنر ستر ه برخه ده .
دانسان ژوند دبشپړ هنر یوه سمبولیکه برخه ده تاج محل په هندوستان کې ډوم کلیسا په المان کې ،المدینه په سعودی کې ایفل منار په فرانسه کې ، خلیفه برج په دبی کی او نور دا ټول دهنر څرګندې برخې دی .
هنر اخلاق دی او خلاقیت ، سبک دی او ملکیت، لید لوری دی او حریت . هنر ساده او ښکلی دی په هیڅ توګه افراط نه منی دیوتیوب سره اوزرغون رنګونه نه دی دفرهاد دریا اټکلی نامعلومه او ګونګه مبالغه اود آریانا سعید بربنډتوب نه دی.
هنر یوازې خوند او مزه هم نه ده بشپړ هویت دی کرکتر او شخصیت دی. هنر یعنی پالنه
هنر زګوهر امد پدید
علم دانسان دوست علم وزیر عقل رهبر
اوعزم سرلښکر یا سپهسالار دهنر ابزار
دی هنر د ژوند فزیکی،ذهنی،روحانی او ټولنیزه برخو ته سمون ورکوی.
او په پای کې مستغنی که بې پروا په سیم او زر دی
هنرمنو سره ګنج دخپل هنر دی.
پوهاند صاحب په زړه پورې مطلب راسپړلی بیلکل دین له هنر سره جګره نه لری او نه دین دومره محدود والی منی ددین ساحه ډیره پراځه ده .
منلی اوښاغلی شریف زاد صاحب السلام علیکم
ډیره مننه. د اصلی هنر جوهر مو بیان کړ او له ابتذال سره یی تاسو دفرق بهترین مثالونه ورکړل. خبر یم چې ښکلی خط لرئ او دخط بیلابیلو ډولونو سره پوره آشنا یاست. ډیره مننه کوم چې هنر مو دزرګر په تله و تاله. خوشحال بابا وایی که ماته طالع او هنر دواړه مخی ته کیښودل شی زه به هنر پکې خوښ کړم ! درناوی او مننه
سلامونه پوهاند صاحب دودیال ؛ورور ع.شریفزاد صیب او تاند لوستونکو ته!!!
زه دومره زیاتول غواړم ،هنر ته په عربي ژبه فن وایي چې پخوا د دارالفنون په نوم د هنرونو یو مکتب د دارالعلوم تر څنګ موجود و!
-زمونږ طب استادانو به لمړۍ ورځې نه نوټ راکوهء چې طبابت علم و هنر تشخیص و تداويي مریضهاست ،او هر ناروغ ځانته کتاب دی دا به د ډاکټر هڼر وي چې له هغه څنګه او په کوم هنر معلومات تر لاسه او خپله دنده پر مخ یوسي!!.
-په پورته هنرونو نومونو کې مو د لیکوالۍ هغه له یاده وتلی یا داسې نورو کې راځي؟ حالداچې ډیر مهم فن ده.
-د فن او په ځانګړې ډول د موسیقۍ نوم خو په کریم قرآن کې نه ده راغلې او په ټولو اسلامي ملکونو کې ښه په تشویق روانه ده ؛سوال دا پیدا کیږي چې د ط ط جانانو ترانې چې دنغمې ښاپیرۍ یا ګلزمان یا ارواښاد مقري یا قرهباغي په سبک ې یايي مباح دي که مکروه؟؟
-او دا رښتیا ده چې منکرات، جرایم او ګناهونه له جهل،فقر او لوږې ،بیکاریو او ناروغیو زېږي!!!!.
په مینه او درنښت بروکسل/ الجمعه ورځ د غبرګولۍ ۱۹/ ۱۴۰۲ش=دذولقعده۲۰مه/۱۴۴۴ق.ه.=فرایډې د۲۰۲۳م د جون ۹مه