شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې پر جنګي جنایتونو تورنیدل؛ طالبانو د بښنې نړیوال سازمان راپور...

پنجشېر کې پر جنګي جنایتونو تورنیدل؛ طالبانو د بښنې نړیوال سازمان راپور رد کړ

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )  د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې د طالبانو رژیم تورن کړی، چې پنجشېر کې خلکو سره بې په بې رحمانه چلند د جنګي جنایتونو سبب شوی.

یاد شوي سازمان ادعا کړې، چې په دې اړه مستند اسناد لري.

د شوې ادعا له مخې، طالبانو په دغه ولایت کې خلک په ناقانونه توګه اعدام کړي، بندیان کړي او د شکنجو سبب شوي یې دي.

د طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا یاد شوی سازمان او راپور یې د دوی خلاف په تبلیغاتو تورن کړي او راپور یې بې بنسټه ګڼلی دی.

طالبان تر دې مخکې هم په یو شمېر سیمو کې له خپلو مخالفانو سره په ورته چلند تورن شوي، خو دا تورونه یې ردکړي دي.

1 COMMENT

  1. مونږ په دی راپور باندی باور نلرو چی پنچشیر کښی خلکو سره بد چلند شوی وی او د بشر په نو حقوقو راپور بلکل قانونی حیثیت نلری هغه ظلمونه او ناروا کارونه چی پنجشیریانو په دی دیرش کلونو کښی کړی فکر نه کوم چی طالب دهغه یو فیصد جنایت هم کړی وې که دا په نوم دبشرحقوق د خلکو حقوق غوښتونکی دی اول دې په فلسطین کښې دخلکو حقوق ورکړی او دیهود ظلمونو باندی سترګی پټی نکړی بیا دی په نوره نړی کښی د حقوقو خبری کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب