Homeخبرونهله امربالمعروف دستګاه څخه د یوناما غوښتنه؛ ښځې دولتي دندو ته پریږدئ

له امربالمعروف دستګاه څخه د یوناما غوښتنه؛ ښځې دولتي دندو ته پریږدئ

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )   په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړې استازې رزوا اوتنبایوا دا ځل د طالبانو د تر ټولو افراطي دستګاه( امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدو وزارت) څخه وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو پر وړاندې خنډ کیدل پای ته ورسوي.

نوموړې د یاد شوي وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته په اشارې وویل چې دې ستونزې ته باید مناسبه حللار ولټول شي.

د باختر اژانس پر اساس، د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د اغلې اوتنبایوا د غوښتنې په ځواب کې وویل چې د خپل هیواد د کلتور او قوانینو په رڼا کې هڅه کوي چې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یوناما د طالبانو د امربالمعروف وزارت له چارواکي سره د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي د ځانګړې استازې د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو امربالمعروف دستګاه، چې د جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت په ودانۍ کې، د هغه وزارت له لغوه کیدو وروسته رامنځته شوه، د یاد شوي وزارت ټولې ولایتي ادارې او امکانات یې په واک کې نیولي او د ښځو د فعالانو په وینا، د ښځو پر خلاف یې کاروي.

پر دغې دستګاه د ښځو خلاف د افراطي پریکړو د وضع کولو له اړخه توندې نیوکې کیږي.

د طالبانو رژیم، خپلې دغې ادارې ته تر بلې هرې ادارې زیات صلاحیتونه ورکړي.

1 COMMENT

  1. دا څومره د خواشینې ځاې دي چې، بهرنیان افغان میرمنو ته د انساني ژوند، مساواتو، د ژوندي پاتي کیدو او کار حق غوښتنه کوي.
    آيا دا خلک منطق لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...