Homeخبرونهپاکستان د افغانستان په ګډون د سیمه ییزې سوداګرۍ د نوې هوکړې...

پاکستان د افغانستان په ګډون د سیمه ییزې سوداګرۍ د نوې هوکړې هرکلی وکړ

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )   د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د سیمه ییزې سوداګرۍ د اسانتیا زیاتولو په اړه نوې هوکړه کړې، چې پاکستان یې هرکلی کړی.

د افغانستان- پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې ريیس زبیر متولي (متولا) ویلي، چې له افغانستان، روسیې او ایران سره د بارتري سوداګرۍ د پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت د نوښت هرکلی کوي.

پاکستاني رسنیو د متولي په قول وویل چې دوی له ۲۰۲۱ څخه هڅه کوي چې د سیمې د هیوادونو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا له لارې خنډونه لېرې شي.

ده د څلور هیوادونو ترمنځ د بارتري یا جنس په جنس سوداګرۍ د میکانیزم پر سر موافقه د سوداګرۍ د غودېدو لور ته یو مهم ګام وباله.

پاکستاني رسنیو دا موافقه د پاکستان لپاره چې له ژور افتصادي بحران او د اسعارو له کموالي سره مخامخ دی، مرستندویه بللې ده.

د موافقې پر اساس، پاکستان به افغانستان، روسیې او ایران ته ۲۶ قلمه سوداګري مال ورکوي او په مقابل کې به یې له دغو هیوادونو د ګاز، پیترولو او سکرو په شمول بیلابیل شیان، چې پاکستان ورته اړتیا لري، واردوي.

پاکستان په وروستیو کې سخت اقتصادي ناورین سره مخامخ دی، چې د شنونکو په باور له داسې سوداګریزو تړونونو تر هر چا زیاته ګټه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...