Homeخبرونهطالبان: کروندګر د نیشه یي توکیو اړولو زیانمن کړي، نړۍ دې مرسته...

طالبان: کروندګر د نیشه یي توکیو اړولو زیانمن کړي، نړۍ دې مرسته ورسره وکړي

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )  تر هغې وروسته، چې د بریتانیا یوې موسسې په  افغانستان کې د نیشه یي توکیو د کښت کمیدو خبر ورکړ، د طالبانو رژیم د نیشه یي توکیو د له منځه وړلو له امله زیانمنو افغان کروندګرو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د رژیم مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، دوی د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې اجرا کولی نه شي نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي.

د یوې بریتانیايي موسسې د سروې پر اساس، سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لږ کوکنار کرل شوي دي.

السیس موسسې ویلي چې د سپوږمکۍ په وسیله اخیستو تصویرونو ورته څرګنده کړې چې تر هغه څه چې اټکل یې کاوه د کوکنارو د کښت مخه زیاته نیول شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د کوکنار او تریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت په برخه کې د طالبانو د تګلارو په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.

هغه پر خپل تویټر لیکلي: “هغه راپورونه چې طالبانو داسې تګلارې پلي کړي چې سږ کال یې د کوکنار تاریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت راوړی، د اعتبار وړ او مهم دي. هر هېواد، په سیمه او بهر کې، له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.”

طالبانو ویلي، چې په ټول افغانستان کې یې د نیشه یي توکیو د کښت مخنیوی کړی او په بدل کې یې باید کروندګرو سره مرستې وشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني څه موده مخکې په دې برخه کې افغانستان سره د لږتر لږه دوه میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

1 COMMENT

  1. هغه کروندګر چی کوکنار کری هغوی عادی کروندګر ندی د هغو شاته هرومرو یو لوی ځناور ولاړ دې نو ستاسو خو له کفر سره دشمنی لری او د اسلام نه منی نو په خپله ورسره مرسته وکړی له کفارو مرسته مه غواړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...