شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل سره مخه ښه؛ د یوناما مرستیال: د مساوات هیله ورته لرم

کابل سره مخه ښه؛ د یوناما مرستیال: د مساوات هیله ورته لرم

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۹ مه )   د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال زامرالاکبراوف په افغانستان کې خپل درې کلن ماموریت په دغه هېواد کې د مساوات د تامینیدو له هیلې سره پای ته ورساوه.

نوموړي په یوه ټویټ کې، د افغانانو د ملاتړ لپاره د مرستندویو ټولنو او د بشري مرستو د موسسو مننه کړې او ویلي: په دې هیله یوناما سره خدای پاماني کوي چې په افغانستان کې داسې جنسیتي مساوات، ټولنیز او اقتصادي فرصتونه رامنځته شي چې د ۴۰ میلیونه افغانانو د سوکالۍ او ثبات سبب شي.

رامزالاکبراوف د ۲۰۲۰ په دسمبر کې په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ګومارل شوی و.

دغه نړیوال دیپلومات په داسې مهال له افغانستان سره مخه ښه کوي، چې یوناما او کارکوونکي یې له طالب رژیم سره د تعامل له هڅو ناراضه بریښي.

یوناما بیا- بیا تورنه شوې، چې د طالبانو په ګټه کار کوي، خو د دغې ادارې استدلال دا دی، چې د طالب له واکمنۍ سره بیا هم افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او نه باید خلک یې په بد اقتصادي او بشري وضعیت کې یوازې پریښودل شي.

د طالبانو په بیا واکمنیدو، افغانستان په ډېرو لحاظونو، په خاص ډول د ښځینه وو د حقونو د پراخ نقض له امله ډېر ځپل شوی او طالبان له دې امله توندو نیوکو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب