شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهټام ویسټ: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمېدو راپورونه...

ټام ویسټ: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمېدو راپورونه د باور وړ دي

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه )  د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د بې ساري کموالي راپورونو ته مثبت غبرګون ښودلی.

نوموړي په یوه ټویټ کې دغه راپورونه تایید او وویل: سږ کال د طالبانو د تګلارو د پلي کیدو له امله د کوکنارو په تولید کې د پام وړ کمښت راپورونه د باور وړ او مهم دي.

ویسټ زیاتوي: د سیمې او بهر ټول هیوادونه له نیشه یي توکیو څخه په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.

انګلیسي موسسې “السیس جیو” د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د سپوږمکۍ د عکسونو تحلیل ښيي چې د کوکنارو پر کښت د بندیز پایلې له تمې زیاتې دي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمښت داسې کچې ته رسېدلی چې ساری یې نه دی لیدل شوی.

د دغه راپور له مخې، د سپوږمکۍ د انځورونو شننه او تحلیل ښيي چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو په کښت کې ۹۹ سلنه کموالی راغلی چې د افغانستان یو له سترو اپینو تولیدونکو ولایتونو څخه دی.

په افغانستان کې د نشه یي توکیو د سوداګرۍ یو نامتو کارپوه ډیویډ منسفیلډ چې د السیس جیو سره هم کار کوي، وايي: د هلمند له ولایت څخه د لوړ ریزولویشن انځورونه ښیي چې د کوکنارو کرکیله تر زرو هکتارو کمه شوې ده، په داسې حال کې چې دا شمیره تیر کال ۱۲۹ زره هکتاره وه.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دغه راپور هرکلی کړی، خو ویلي چې تر اعلان شوې سطحې یې زیات د نیشه یي توکیو مخنیوی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب