شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو باجوه ته د یوه افغان له غوسې وروسته د کډوالو...

پاکستاني پولیسو باجوه ته د یوه افغان له غوسې وروسته د کډوالو ځورول زیات کړي

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه )  په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو تاند وېب پاڼې ته شکایت کړی، چې د فرانسې په پاریس ښار کې د یوه ناپېژندل شوي افغان له لوري د پاکستان د پوځ مخکیني مشر جنرال باجوه ته له توندو خبرو وروسته، د افغان کډوالو ځورول زیات کړي.

په اسلام اباد کې یو شمېر افغانانو د تاند وېب پانې سیمه ییزو همکارانو ته وویل، چې باجوه ته د یاد شوي افغان د غوسې له ویډیو خپریدو وروسته، پاکستان کې د افغانانو خلاف د نفرت څپه پورته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې د اسلام اباد ښار په مختلفو سیمو کې د پاکستان پولیس د افغان کډوالو ور معلومو کورونو او ځایونو ته ورځي او په لسګونه کسان خپلو مرکزونو ته بیایي.

د دوی د معلوماتو له مخې، پاکستاني پولیس افغان پناه غوښتونکي، خپل هېواد ته یې د ستنولو له ګواښ سره اړ باسي، چې دوی ته لسګونه زره پاکستاني کلدارې رشوت ورکړي.

په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان پناه غوښتونکي د طالبانو له رژیم او ملګرو ملتونو غواړي، چې په دې اړه غږ پورته او پاکستان افغان کډوالو سره ښه چلند ته وهڅوي.

https://taand.net/?p=225574

1 COMMENT

  1. د ټولو هیوادوالو په یاد ده چې داود خان کله قدرت ته ورسیده نو برتانیی، امریکا او روسیه پدی هڅه کې شو ترڅو دلته داسې حالت را مینځ ته شي چې دافغانستان اوبه مدیریت نشي له همغې ورځې وروسته حکمتیار، مسعود او نور جنګې ډلو مشران د امریکا او برتانیه په دستور د داود خان پرضد پاکستان ته لاړل چې بلاخره خبره دې ته را ورسیده چې پاکستان له برتانیی، امریکا، فرانسی، جرمنی، او چین څخه هم مالی او نظامی مرسته اخیسته او یاد جنګې ډلو مشران یی په پښتونخوا کې تربیه کول او داود خان پرضد پارولو ته ساتلی وو.
    چې بلاخره خبره دې حد ته ورسیده چې کمونست پلوه ګوندونه(خلق اوپرچم) راپورته شول او د داود خان پرنظام یی کودتا وکړه چې د دوی پر مینځ کې شهنواز تڼۍ هم شامل وو چې په بلاخره بیا ګلبدین سره یوځای شو.
    کله چې داود خان له مینځه لاړ نو دلته امریکا، فرانسه، برتانیی او عربستان ته دا چانس پیدا شو چې ددغو ابزارو څخه چې لا پخوا یی په پاکستان کې ځای پرځای کړی وو د دغو کمونستان پرضد ترینه کار واخیست هغه افغانستان چې نړیوالو او بیا غربی هیوادونه غوښته خپل اصلی هدف ته ورسیدل،
    چې حالت دیته ورسیده چې پدی ۴۵ کالو کې هیڅ افغان دولت دا وړتیا پیدا نکړه چې د خپلو مدیریت وکړی مګر ځکه د یادو اوبو مدیریت ته صادقانه تخنیکي وړتیا ولری انجنیرانو ته ضرورت درلود چې دا ډول کسان د پاکستان له لوری د ګلبدین او ورته نورو جنګو ډلو له لوری چې ایران او پاکستان له لوری مستقیم یی ملاتړ کیده دا ډول تخنیکی انجنیران د کمونست او نورو نومونو په یادولو یا منسوب کولو باندی له مینځه لاړل چې اوس وخت کې ددې اوبو مدیریت لپاره مالی او اقتصادی همکاریو ته اړتیا ده چې یادو پروژو لپاره نړیوال او په تیره بیا د هند هیواد تخنیکی انجنیرانو همکاری ته اړتیا ده ځکه پخوا (داود خان) وخت کې ځینو روسیی او هندی انجینرانو ورباندی کار کړی ده نو لازمه ده چې اوسنی چارواکې پدې برخه خپلې صادقانه کړني ګړندي کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب