شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

څلورمه برخه
د دلوې اخېرې شپې ورځې وې او ساړه خپل وروستى زور ازمايه، زلزلې هم ډېرې شوې ان تر دې چې په يوه ورځ کې راباندې څلور ځلې زلزله راغلې، اخېره زلزله چې په خوابګاه کې وشوه هغه هيبتناکې چيغې مې اوس هم له ذهنه نه وځي، سخت يې ډارولى وم کنه زه په زلزلې هم نه وم خبر، خوابګاه کې مې خلکو ته ووې چې فقط زلزله کې يو بل خبروى خو دا چيغې مه وهى دا سړى خوب کې سخت ډاروي.
له خپل قاچاقبر سره مو خبرې وشوې موږ اته کسه پاتې شوو، څه ملګري ترکيه ته په ګېم واوختل او څه ملګري کور ته واپس شول ځکه بې سرنوشته پراته وو، هلته کابل کې طالبانو زموږ قاچاقبر نېولى وو او د مړي او ژوندي درک يې نه وو، ايران کې زموږ د قاچاقبر شل نفره غلو نېولي وو او هلته کابل زموږ د قاچاقبر معاون موبايل بند کړى وو، خو بالاخره پنځلس ورځې وروسته يې معاون ايران ته راغى او اړيکه مو ورسره ټينګه شوه، ويل يې لارې خرابې دي تاسې ټول په يو ځل ګيم ته نه وړم او موږ ويلي وو چې له اتو نفرو که يو کم وو نه به ځو، خبره دا راغله چې تهران ته برګشت وکړى ترکانو لارې سختې کړي خو موږ ورته کړل که دوه مياشتې وروسته هم لارې لږې ښې شوې موږ همدلته ورته پاتې کېږو. يوه ورځ هماغه اتلس نفري ډله چې ګيم ته تللي وو واپس راغلل، ګرځېداى نه شول د چا سر مات وو د چاپښې او د چا لاسونه. خلکو چې دوى لېدل زړونه يې ووهل زړه يې نه ښه کاوه چې ګېم ته دې لاړ شي.
شکور رادمنش

يو ماښام نفر راغى او ويل يې اته کسه د کامران مسافر نن شپه ګېم ته اماده شٸ، ايران کې يې موږ د کامران په نوم يوه قاچاقبر ته سپارلي وو. ماسختن ډاټسن راغله او روان يې کړو، يوه کلي کې يې ښکته کړو، له موږ سره يې څو کسه نور هم يو ځاى کړل، په يوه نېغه لار يې برابر کړو، لږ يې چې مخکې بوتلو دمه يې راکړه، يو ايرانى رامخکې شو ويل يې زه مو راه بلد يم او زما هرې خبرې ته سم غوږ ونېسى، هر څوک چې نفس تنګي لري او په ځان کې د تلو شېمه نه ويني پاتې دې شي کنه په لاره کې مو يا زه په وهلو وهلو بيايم او يا هلته پاتې کېږى چې غله مو يوسي. دوى خپل کوډ لري او موږ ته يو د ترکيې او يو د ايران کوډ راکړ، که چېرته زموږ له ډلې څوک پاتې کېده بېرته به د ايران خاورې ته راته او چې څوک به اوښتل هغوى ته به هلته نفر ولاړ وو. په دې غرونو کې هره ورځ څو کسه په پټه ګرځېدل او که مسافر به يې ولېدل نو په چل به يې له ځان سره بېول او هلته به يې ګرو کول، بيا به يې له هر نفر ٢٠٠٠ زره امريکايي ډالر اخېستل که به چا نه ورکولې شکنجه کول به يې او ويډيوګانې به يې کورنيو ته استولې.

په دې شپه يې په نېغو او سختو لارو منډې راکړې، له شا يو بل نفر راپسې وو چې څوک به وروستي پاتې کېدل واهه به يې. په منډو منډو يې داسې کړو چې ځينې هلکانو اسفراق وکړ، څوک له پښو لوېدلي وو او دم پکې نه وو پاتې، چې صفري نقطې ته ورسېدو، دلته يې د ترکيې په خاوره کې ژور کانال کېدلى وو، له کانال سره خوا کې د پوليسو لپاره يوه مورچه جوړه شوې وه او له مورچې سره خوا کې د برق انتن درېدلى وو خو برق سره  نه وو وصل بلکې د شپې دوربينونه او کامرې پرې نسب وې. راه بلد چاته زنګ وکړ خو چې له هغې خوا يې څه ورته ووې، له کانال سره خوا کې بله کنده وه دلته يې روان کړو او زه دومره ستړى وم چې نور د تلو وس مې نه درلوده، دلته يې کېنولو، له لاندې ځمکه هم لمده او هم واوره پرې پرته وه، خو سر تر پښو پرې کېناستو. لږ شېبه وروسته مو چې ستړيا ختمېده ساړه مو وشو کوم چا سادر راخور کړو او همدلته په لمده ځمکه مو يو شېبه سترګې پټې شوې چې راکتل مو رڼا لګېدلې وه.
راه بلد ويل چې له موږ مخکې نور کسان تللي او هغوى کمين خوړلى. دلته په تمه شوو چې د ډزو غږونه مو واورېدل، لږ شېبه وروسته څو کسه د ترکيې له خاورې بېرته راغلل، دوى ترې راتښتېدلي وو او نور نفر يې ترې نېولي وو. ټول سره يو ځاى شوو او بېرته واپس شوو، د ورځې مو چې د ترکي پوليسو پوستې ولېدې تېرېدل ترې ناممکن وو ځکه يو نه يو ځاى يې هتمن راګرځولې، داسې لاره باندې يې روان کړو چې هم د ترکيې پوليسو ته برېښېدو او د ايران پوليسو ته خو جالبه وه چې يوه هم عکس العمل نه ښوده.
يوه ژور تنګي ته يې راوستو راه بلد ويل دلته ډوډۍ درته راوړو، وېده شى او له هيچا سره لاړ نه شى چې زه نه وم راغلى. سخت شمال لګېده دلته مو بيکونه سر ته کېښودل په سپېرو خاورو وېده شوو خو داسې سخت ساړه او شمال وو چې خوب نه ترې کېده، د باران لپاره مې يو پلاستيکي خلته اخيستې وه هغې مې واغوسته، تر نامه پکې پټ شوم او له شمال څه ناڅه پکې بچ شوم، خوب وړى وم، يو وخت ملګري راپاڅولم چې ګورم ډوډۍ يې راوړې، ايرانيان يې ګوبيده بولي چې لوبيا، د چرګ غوښه او وريژې يې سره يو ځاى کړي وي، وږى وم ملګرو ته مې وې چې که دا رکم خواړه راوړي بيا خو ستونزه نشته چې هر څو شپې راباندې وشوې.
مازدېګر شو او ساړه په سړي سمې خولې لګولې، راه بلد لس متره پلاستيک راوړ ويل يې د شپې دا په ځان خور کړى. د ايران غرونه داسې سپېره دي چې د اور بلولو لپاره ډکى لرګى نه شې پيدا کوى، د مسواک اغزي وو چې اور به مو ورکړ لمبه به شو او اېرې به باد پورته کړې. ټوله شپه مو سخت يخ ته تېره کړه کله وېده کله ويخ، خو سهار ته نېږدې مهال نوره ګوزاره سخته شوه ترې راووتم، اغزي مې راپيدا کړل، اور مې ډېر په سختۍ بل کړ لاسونه مې لړزېدل، يو يو له پلاستيک راوته، ټوله شپه ساړه وهلي وو او چې د ورځې مو څه خوړلي وو ټول په بدن کې له ساړه سره په مقاومت کې هضم شوي وو. سهار مهال هر چا د مرز کېسې کولې چې بيا به څنګه ورځو، يو نيم به غږ کړ خداى دې راته اسان کړي کنې تېرېدل ترې سخت دي نورو به امين پسې ووې.
دوام…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب