شنبه, اپریل 20, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

درېيمه برخه
د ايران په يوه لرې کلي کې چې کردان وو په يوې خوابګاه کې مو واړول، خوبګاه د شاهين پلنګ په نوم د يوه کرد ايراني سپين ږيري وه. داسې مالومېده چې د دې کلي خلک ټول مسافرخانې لري، ځکه ښکاره به يې ځينې شيان موږ ته راوړل او له کورونو سره خوا کې پراته وو نو هلکانو به شور هم کاوه چې د ګاونډي کور هر څه اورېداى شول.
دې خوابګاه کې مو له مياشتې زيات وخت تېر کړ، ځکه د مرز حالات سخت خراب وو، په دې يوه مياشت مو ډېر څه ولېدل، خلک لاړل او راغلل، له خوابګاه به روغ ووتل خو چې له مرز به بېرته را واپس شول نو وضعيت به يې خراب وو وهل به خوړلي وو، د چا به سر مات وو د چا پښې او د چا لاسونه.
اولو کې چې دلته راغلو د کمپلو کمښت وو، تقريبا پنځوس کمپلې وې او سل نفره وو خو موږ ته په شپږو نفرو يوه کمپله راورسېده، د شپې به چې وېده کېدو د چا به پښې درباندې پرتې وې د چا لاسونه خو او په اړخ به نه شوې اوختى، داسې کلکه ځمکه وه چې له لاندې نېغې نېغې تېږي راوتلې وې، خو له مجبورې ورځې داسې خوب پرې کېده چې که چا په پالنګ کې هم کړى واى. په خوابګاوو کې د چاى او ډوډۍ وضعيت خراب وي خو تر نورو دا بيا لږه ښه وه، د پخولو لپاره به يې شيان موږ ته راکول او بيا به مو خپله پخول، د دې کار لپاره مو څو کسه منتخب کړي وو چې هم يې هلکان قرارول او يې د خوراک او څښاک غم خوړ.
د شپې تر درې او څلورو به څوک وېښ وو او څوک وېده، يوه ډله وه د شپې تر ناوخته به ناست وو او نور ټول خلک به وېده وو خو دوى به په لوړ غږ خندل، چا خوب نه شو ترې کولى.
اتلس نفره د ننګرهار او د لغمان وو خـو دومره شوخ چې حساب يې نه کېده، په خوابګاه کې داسې څوک نه وو چې دوى ته به يې ښکنځلې نه وې کړې او ترې پاذاب به نه وو، خېرې به يې هم ورته کولې خو په يوه هم نه پوهېدل.  د موږ ورسره څو ځلې لانجه راغله خو جنګ يې نه کاوه او جنګ تاوان هم کاوه ځکه چې شور جوړېده او خلک خبرېدل او ځاى افشا کېده. يوه ورځ شپږ نفري ډله راغله، په دوى کې يو د خام عمر هلک هم وو په بدن وچ کلک وو او له دې شوخو سره يې په لومړۍ ورځ داسې ملګري جوړه کړه ته وا يو بل له ډېره وخته سره پېژني. يوه شپه دا هلک له دوى سره وېده شوو او موږ ته نېږدې وو، د شپې تر ناوخته پس پسک جوړ وو، ما ويل دا خلک نن ولې نه وېده کېږي چې سر مې راپورته کړ، ځير شوم ورته په يو ځاى هلکان راغونډ وو بد حال يې اچولى وو. همغه هلک چې نوى راغلى وو بد عملي يې ورسره کـوله يو به لاړ بل به راغى او په دې سلو نفرو يې نظر نه لګېده. خو جالبه دا وه راته چې ولې دا هلک څه نه ورته وايي، بېرته ترې وېده شوم خو چې سهار رانېږدې کېده د خوابګاه دوه ساتونکي راغلل ويل يې نن مو غره ته بيايو، دليل مو ترې وپوښت ويل يې تاسې پښتانه بيخي په خبره نه ياستى، د شپې تر نا وخته مو څه حال شروع کړى وو، همدا هلکان وو چې کله به د باندې ووتل او کله به دننه راغلل نو خوابګاه چي هم پرې خبر شوى وو، روان يې کړو او چې رڼا رالږېده په يوه تنګي کې يې کېنولو او کړل يې چې ماښام بېرته زه درپسې درځم.
روژه راغله چا نېوله او چا نه، ځکه خوراک کم راکول کېده، خـو چې خوبګاه چي به څومره وې چې خپلو کې سره ورو ورو غږېږى چې د باندې مو غږ ونه وزي خـو په چا خبره نه لګېده.
خوابګاه چې به چې راغى ويل به تاسې روژې هم نيسى او لمونځونه هم کوى خو چې زه درته وايم چې د خداى لپاره، د رسول لپاره او د هر هغه لپاره چې تاسې ايمان پرې لرى غالمغال مه کوى خو هلکان به نه غلي کېدل. خوابګاه چي به وې لمونځ هم مه کوى او روژه هم مه نيسى ګناه يې زما په غاړه خـو غالمغال مه کوى، بدبخته کېږى ځکه پوليس درپسې راځي او نيسي مو. ىوه ورځ مو دلته هم په ډار تېره کړه ويل يې ځانونه مڼډې ته تيار کړى که پوليس راغلل ترې وتښتى او چې له دې ځايه بېرته لاړل بيا راشى.
همدې خوابګاه کې له ډېرو سره اشنا شوو، نظامي ماسټران مو ولېدل، ډاکټران مو ولېدل خو دلته ټول يو شان وو، هر څوک مسافر وو او يو ډول خواړه ورکول کېدل.
خوابګاه کې حمام نه وو خو چې ضرورت به يې شو نو خلک به له خوابګاه سره خوا کې کور ته تلل او په پيسو به يې حمام کاوه. له دې ځايه به چې څوک حمام ته ورغلل هلته به يې خامخا څه مرداري جوړه کړې وه، د بدن اضافي وېښته به يې په سپينو کاشيو همداسې پرېښې وو او دا حمام د کور په منځ کې وو، د کور مېرمن به چې راغله بده ورځ به يې کوله چې تاسې له ما نه شرمېږى چې حمام تاسې کوى او مردارۍ مو زه درپاکوم. له دې پرته په خوابګاه کې کمود وو اوبه يې لرلې خو ځينو به دلته هم له ځان سره تيږې وړلې او په دويمه ورځ به کمود بند وو، بيا دا سل نفره د څو کسو له لاسه په عذاب وو، چې څومره به دې خداى او قران ورته ياد کړل چې دا کار مه کوي هماغسې به تکرارېده. ماته د يوه ملا انلاين بحث راياد شو چې له يوه امريکا ميشتي افغان سره يې کړى وو چې استنجا پرته له لوټي او تيږي په بل څه نه پاکېږي او دا په احاديثو کې ذکر ده، ماوې د موږ خلک د ملا خبره ځمکې ته نه غورځوي ممکن دا خبره به وي، خو اوس زمانه بدله وه او وسايلو هم فرق کاوه.
دوام…

1 COMMENT

  1. عبدالشکور جانه سلامونه
    لیکنو ته دوام ورکړه لږ املا او انشا ته توجه کوه. تخلص دی بدل کړه، ځکه رادمنش صاحب خپه شوی، هغه لا تراوسه ژوندی او په میدیا کی فعال دی تا یی تخلص اخیستی . دا سمه ده چی تخلصونه کلمات دی دا د چا مال نشی کیدای، خو نزاکتاً ښه نده بله ورځ به موسی رادمنش او دهغه کورنی او اولادونه ستا په ډیرو علمی او ښکلو لیکنو دعوا کوی . نو ډری ښه ښّ تخلصونه پیدا کیدای شی. همدی پورته لیکنه کی دی ما دری داسی کلمات او لغات ولیدل چی ستا لپاره بهترین تخلصونه کیدای شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب