Homeخبرونهسریلانکا د افغانستان په وړاندې سیالۍ ته یو تکړه لوبغاړی وروباله

سریلانکا د افغانستان په وړاندې سیالۍ ته یو تکړه لوبغاړی وروباله

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۰ مه) سریلانکا د هند په غوره لیګ کې ښه ځلېدلی باولر له افغانستان سره د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو لپاره په خپله لوبډله کې شامل کړ.

تېز توپ اچوونکی ماتیشا پاتیرانا، چې د هند د غوره لیګ په اتلې لوبډلې چینای سوپرګینګز کې لوبېده، پرون (سې شنبې) د افغانستان په وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته وبلل شو.

دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا په ملي لوبډله کې شاملېږي.

شل کلن پاتیرانا، چې د کوچني ملینګا په نوم مشهور شوی، د هند په غوره لیګ کې ۱۹ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا ملي لوبډلې د جمعې په ورځ (د جون ۲ مه) په لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

دوی به د یکشنبې په ورځ (جون ۴) او دغه راز د راتلونکې اوونۍ په چهارشنبه ( جون ۷) دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ وکړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اکثره لوبغاړي مخکې لا سریلانکا ته رسیدلي او د راشدخان په شمول څو تنه د دوشنبې په ورځ د هند د غوره لیګ له پایلوبې وروسته کولمبو ته روان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...