Home+د مځکې پنځمه برخه به له ژوند کولو ووځي

د مځکې پنځمه برخه به له ژوند کولو ووځي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۷مه) ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د مځکې په پنځو کې یوه برخه ممکن د روانې پیړۍ تر پایه له خورا خطرناکې تودوښې سره مخامخ شي.

د بریتانیا د اکسټر پوهنتون د څېړونکو تازه څېړنې ښيي چې که د اقلیم په اړه د هیوادونو پالیسۍ په اوسني ډول وي، د صنعتي دورې مخکې مهال په پرتله به د مځکې تودوښه د سانتي ګراد په حساب ۲ اعشاریه ۷ درجې لوړه شي.

د ملګروملتو د اقلیمي بدلون د پلاوي د راپور له مخې، دا اندازه په کُره (مځکه) کې د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره د تودوښې تر ټاکلې درجې یعني ۱ اعشاریه ۵ څخه لوړه ده.

که د مځکې تودوښه ۲ اعشاریه ۷ درجې لوړه شي، تر ۲۱۰۰ پورې به دوه میلیارده انسانان، یا د نړۍ د ټول نفوس کابو ۲۰ سلنه وګړي د خطرناکې تودوښې له کبله مجبوره شي چې خپلې مېنې پرېږدي ځکه چې نور به په هغو سیمو کې چې دوی اوسي، د ژوند کولو امکان نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...