شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد فوټبال ملي لوبډله د سعودي په تمریناتي کمپ کې د ګډون...

د فوټبال ملي لوبډله د سعودي په تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړه

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )   د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په تمريناتي کمپ کې د ګډون  او  مرکزي آسيا سياليو ته د چمتووالي په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر په همدې مراسمو کې له ورزشکارانو سره په خبرو کې خوښې وښوده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ډېر وخت وروسته د مرکزي اسيا سياليو لپاره چمتووالى نيسي.

ښاغلي کارګر وویل؛ په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو په جذب کې ستونزه نه لري: بلکې  دوى ته معيار غوره والى او ښه کارکردګي ده.

 نوموړي زياته کړه؛ سره له دې چې نړيوالو پر افغانستان زيات بنديزونه لګولي؛ خو بيا هم افغان ورزشکاران په بهرنيو لوبو کې ګډون کوي.

کارګر په خپلو خبرو کې وويل: (( که د هېواد فوټبال ته امکانات برابر شي په نړيواله کچه به لاسته راوړنې ولري. ))

په دې کمپ کې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي ټول ٢٤ تنه ورزشکاران ګډون کوي چې ٧ تنه يې هغه ورزشکاران دي، چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، چې په ترڅ کې کې به يې د مرکزي اسيا سياليو ترې غوره ورزشکاران او لوبډله وټاکل شي.

افغانســــــــتان د فوټبال ملي لوبډله داسې مهال سعودي عربستان ته د تمريناتي کمپ لپاره ځي، چې تر دې وړاندې هم يادې لوبډلې ته په کابل کې د نوي سر روزونکي عبدالله المطیري له خوا نږدې يوه مياشت تمريناتي کمپ داير شوی و.

ياده لوبډله به په سعودي کې تر تمريناتي کمپ وروسته د مرکزي اسيا په سياليو کې د ګډون لپاره قرغيزستان ته سفر وکړي او هالته به د مرکزي اسيا سياليو په “ب” ګروپ کې له ايران او قرغيزستان سره لوبې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب