جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د طالبانو د کلتور رئیس: د اسلامي چوکاټ د مخالفو...

ننګرهار کې د طالبانو د کلتور رئیس: د اسلامي چوکاټ د مخالفو شعرونو او ترانو مخه نیسو

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )  د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رئیس قاري محمد نور محمد حنیف، د ځینو خصوصي سټډیوګانو له مسوولینو سره په لیدنه کې دوی ته ویلي، چې د اسلامي او افغاني چوکاټ  د مخالفو ترانو او شعرونو مخه دې ونیسي.

د نوموړي په یوه اعلامیه کې راغلي، چې جلال اباد کې د عشق رسول، الراشد، الثاقب او الخاکسار په نوم خصوصي سټوډيوګانې جوړې شوي او هغه یې له مسوولینو سره د لیدنې پر وخت دا غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: «په دغه ناسته کې د ترانو د معيار د لاښه والي او د سټوډيوګانو د جوازونو په اړه خبرې وشوې.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئيس په دې ناسته کې زیاته کړې ده: څوک، چې د اسلامي او افغاني چوکاټ خلاف شعرونه جوړوي، دا د اسلام او زموږ له فرهنګ سره په ټکر کې دي بايد مخه يې ونيول شي.

په ننګرهار کې یوې فرهنګي سرچینې تاند ته وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، په دې ولایت کې د طالبي ترانو د ثبت سټډیوګانې، د ترانه ویونکو شورا او نور فعالیتونه زیات شوي او نیږدې هره حکومتي او خصوصي غونډه  او مناسبت کې ترانه ویونکي د طالبانو لپاره په تبلیغاتي ترانې وایي.

څه موده مخکې د طالبانو امربالمعروف ادارې په ننګرهار کې د طالبانو یو ترانه ویونکی خوش نصیب له دې امله بندي کړی و، چې ولې یې د سندو په طرز کې ترانې ویلي.

د هغه برخلیک تراوسه پورې څرګند نه دی.

فرهنګي فعالان شکایت کوي چې طالبانو، د تېرې واکمنۍ په شان یې بیا پر موسیقۍ، هنري فعالیتونو او ازادو فرهنګي پروګرامونو بندیزونه لګولي.

1 COMMENT

  1. عشق رسول (فارسي)
    =-=-=
    الراشد
    الثاقب
    الخاکسار
    که د راشد، ثاقب او د خاکسار په نوم سټوډيوګانې يې ووايو او وليکو، نو بدي يې په څه کې ده؟
    که يو عربي ملک يې وکاروي، خو سمه ده او هغوی پوهيږي چې الف ولام (ا – ل / ال يا الـ) تعريفي څه افاده کوي؟
    بيا هم راشد او ثاقب خو زيات عربي وزمه نومونه دي او خاکسار خو تر ډېره نه بريښي. عاجز ترې لا ښکلی او عربي ده.
    دلته اوس له کوم کلتور او فرهنګ څځه ګټّ اخېستل کيږي.
    موږ چې واړه وو او په ښوونځي کې وو، نو اورېدل به مو چې چا به له چا پوښتنه وکړه چې نوم دې څه دی؟ نو هغه به ورته د عجز په توګه وويل چې نوم مې خاورې فلانی/پلانی دی.
    اوسني واکمنانو خو د مذهب په نوم شل کاله جګړه کړې ده، نن مو څوک يو لوري او څوک مو بل لوري ته کشوي.
    زموږ په دې خپله ژبه کې څه کمی دی؟
    که د ژبې خبره وي، خو عربي د ابوجهل، عتبه او د شيبه او داسې نورو کفارو او مشرکينو او د منافقينو او هم د الله تعالی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم هم وه. هغه مبارک خو له خپل قوم سره پخپله ژبه غږېده، نو نن ولې له پښتو سره دغسې چلند کيږي چې له اړتيا پرته (الـ) پکې کارول کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب