پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+ستونزو سره څنګه مبارزه وکړو؟ | محمدشفیق شرفزی

ستونزو سره څنګه مبارزه وکړو؟ | محمدشفیق شرفزی

موږ ډېری کارونه په انفرادي ډول او ډېری کارونه په جمعي ډول ترسره کوو، چې دا کارونه موږ ته ځینې وخت خوشحالي راکوي او ځیني وخت مو د غم او خپګان سبب کېږي نو ځکه ویلی شو، چې ژوند د لوړو او ژورو کور دی. داچې موږ په یو انساني ټولنه کې ژوند کوو، نو هرومرو به مو په ژوند کې ستونزې او مشکلات، راحت او خوشحالي وي، خو انسان باید په دواړو حالاتو کې خپل احساسات کنټرول کې وساتي. هر مشکل د حل یوه لاره لري او په زیار او کوښښ یې موندی شي. ژوند کې راحت او خوشحالي ډېره خو ستونزې او غمونه کم وي. د انسان ژوند که اوسط حساب شي نو شپېته کاله شاوخوا به وي او که د ټول ژوند ستونزې حساب کړو نو یو کال ترې نه جوړېږي، نو آیا دابه سمه وي، چې موږ دې خپل ټول عمر د یو کال قرباني کړو؟ نه هېڅکله نه! موږ باید همت ونه بایلو، باید د ستونزو سره مباره کول زده کړو، خپله حوصله دنګه وساتو او د همت او حوصلې جرأت ځان کې پېدا کړو.
همت او جرأت سره د ژوند تېرولو څخه موخه داده، چې د خپل دروني او بیروني نفس ترمنځ توازن وساتو او د دې د صفبندي کولو کوښښ وکړو.
زموږ الفاظ او خبرې زموږ پېژندګلوي، پوهه او باور ښکاره کوي. زموږ له خبرو څرګندېږي، چې موږ نړۍ په کوم نظر لیدل غواړو، ځکه څه چې وایو هغه زموږ د فکر او دماغ محصول دی. خو پوښتنه داده، چې ټکان ورکوونکي او سختو چیلنجونو په منځ کې له موږ سره د نورو خلکو موږ لپاره د درېدلو حوصله څنګه ساتلی شو؟ کله ناکله داسې هم کېږي، چې خپل ځان په رواني ډول ستړی محسوس کړو او داسې به هم وي، چې بشپړ صحي رواني ژوند هم خپله پرمخ یوسو او هم بل ترغیب کړو.
حوصله د بربادیو مخه نیسي 
که موږ له یو چاسره په کومه خبره لانجه راشي په داسې حال کې، چې مقابل جانب پړ هم وي که مو له حوصلې کار واخست شاید پېښې شوې معضلې ته مناسب د حل لاره پېدا کړو او که مو حوصله بایلله نو وړه خبره په غټ جنګ بدلېدی شي. همدارنګه حوصله مو له خطره بچ کوي، اراده مو پیاوړې کوي او په موخه ټاکلو کې مو د بریا فیصدي لوړوي.
حوصله موږ ته دا راښایي، چې موږ خپل مخې ته چیلنجونه او وېرې ته له کوم اړخه ګورو.
شاید د ورځې د ځینو ناخوالو له وجهې موږ له ذهني فشار سره مخ شو، لکه احساساتي نا انډولي، کار سره بې تمایلۍ احساس، او داسې احساس، چې ګویا تاسې دومره شایستګي نه لرۍ څومره چې مو سوچ کړی و. که تاسې خپله خپل ځان قابله ونه ګڼئ نو تاسې پُر اعتماده نه یاست او په ځان مو باور کم دی. تاسې په رواني ستونزو اخته یي که دا کار همداسې ادامه پېدا کړي، نو دا مشکل لوېږي او په ګوشه نشینۍ بدلېږي، چې دې سره انسان له ټولنې لرې کوي او د ډیپریشن (ژور خپګان) ښکار کېږي.
خپل ځان د یو بهادر شخص په ډول ووینه
که موږ خپل ځان د یو قوي، پُر اعتماده او بهادر شخص په ډول ښایو، نو زموږ د کار په بریالیتوب سره په ترسره کولو کې مهم رول لرلی شي. که زه خپل ځان ته ووایم، چې زه یو مېړنی شخص یم، زه راسپارل شوی کار په ډاډه زړه ترسره کوی شم، زه په کار کې هېڅ مشکل نه لرم، زه دهر کار وړتیا لرم، او… نو داکار ماته رواني ډاډ راکوي او له ما سره په خوداعتمادي ډول باندې ښه ورځ تېرولو کې کومک کوي.
له غلطیو مو درس واخلئ
تاسې له نورو سره خپله وړتیا پرتله کولی شئ، دا کار د هرې ورځې تجربه هم کېدی شي. په کار کې همت او کوښښ له ټولو اسانه لارې ټاکل د ذاتي پرمختګ محصول کېدی شي. څېړنو ښودلې، چې له ناکامیو وېره له همت سره په منفي ډول ضمیمه او منسلک شوی وي. خو آیا څنګه کولی شو خپلې غلطیانې درک کړو او د هغې سمولو لپاره یوه مناسبه لاره غوره کړو؟ یو تجار راته خپل د تجارت د بریا د راز کیسه کوله، ویل یې؛ اول ځل لپاره مې چې د تجارت پېل وکړ نو پر لمړي ځل مې پکې تاوان وکړ په هغه وخت سخت خپه وم خو حوصله مې وساتله او دوباره مې، چې په کوم شي کې تاوان کړی وو واخست خو دا ځل مې کوښښ وکړ، چې لږ ارزانه او ښه شی پیدا کړم همداسې وشو زه داځل بریالی شوم مال مې، چې کله بازار ته عرضه کړ ډېر ژر وپلورل شو او ګټه مې هم پکې وکړه او همداشان مې ادامه ورکړه او دادی اوس د لویو تجارانو په کتار کې یم. که موږ له خپلو اشتباهاتو څخه زده کړه وکړو نو باوري یم، چې بل ځل بریالي کېږو.
تل هڅه کوه
په کار کې د همت ساتلو لپاره استقامت ته ضرورت وي، لکه په کومه اندازه، چې زموږ وېره کمېږي په راتلونکي کې د کمیو باوجود د زده کړې امکان مو ډېرېږي. د مخکې تګ لپاره واړه قدمونه واخلئ، په احتیاط ولاړ شئ او په یو ښه فکر حرکت وکړئ.  هغه څوک، چې د کوم کار د ترسره کولو لپاره په ثابت قدمۍ سره روان وي، هرومرو بریالي کېږي. نورو ته بېلګه شئ؛ ترڅو نور له تاسې زده کړه وکړي. څېړنو ښودلې د ښوونکي د پرمختګ فکر یا داسې باور، چې د زده کوونکو ذهن ته وده ورکوي او مثبت تغیر پکې راولي د زده کوونکو د ذهن د انکشاف او پرمختګ سره تړاو لري. د زده کوونکو زهن لکه سپین کاغذ چې هر څه پرې ولیکئ تل پاتې کېږي نو ښوونکو ته پکار ده، چې د خپلو زده کوونکو لپاره داسې تدریس چمتو کړي، چې د هغوی په ذهنونو کې مثبت بدلون راولي او د کړوړو څخه یې مثبت الهام واخلي. زده کوونکي؛ لوستونکي، لیکونکي، ویونکي، پلټونکي، پوښتونکي، زیرکه او کونجکاوه وروزي. د هغوی په صلاحیتونو او ټولنیزو قابلیتونو کې لوړوالی راولي او همداشان یې مهربان، مرستندویه او بردباره روزي.
د یو اتل په شان واوسه
بې له شکه، چې که چېرې موږ په دفتر، ښوونځي یا په خپل  عادي ژوند کې د پرمختګ په اړه فکر کوو نو موږ له نورو څخه په الهامي او تحرکي ډول متاثره شوي یو.  که هغه زموږ نږدې خپل وي یا لرې پردی شخص وي، حقیقي شخص وي یا خیالي. د څېړنې مطابق، هغه خلک، چې موږ یې خوښوو له یو نه یو اړخه زموږ د ذاتي بهتروالي سبب کېدی شي، ځکه هغه زموږ په فکر په ستونزمند وخت کې د اخلاقي همت د ښه کار کولو وړتیا لري او موږ ته د ښه او غوره ژوند تېرولو لاره ښایي. نو ددې لپاره باید د ځان لپاره یو اتل او رول ماډل ولرو.
خپله وړتیا او صلاحیت وښایاست
تاسې د نورو خلکو جرأت او بهادري پېژندلی شئ، خو ځینې وختونو کې خپل درون کې یې د لیدلو کوښښ کوئ. د ښوونکي وړتیا په ښوونځي کې د هغه ښوونیزې موخې او تګلارې ښه کوي. که موږ خپل ځان وړ او قابل محسوسوو نو پدې صورت کې موږ د زیات همت احساس هم کوو. په فلسفه کې جرأت ته ډېر ارزښت ورکړل شوی. دوی وایي، چې جرأت نورو ښېګڼو ته پیاوړتیا ورکوي او جرأت دی، چې انسان نورو کارونو ته هڅوي. په حقیقت کې زموږ اعتقادات، ځواک، دیانتدارۍ احساس، عزت، وقار او وفاداري ټول زموږ دلیرانه کړنې متاثره کوي.
وخت مو ښه مدیریت کړه
د دې لپاره زما نوي کهول څخه غوښتنه ده، چې د خپل درکړل شوي (۲۴ ساعتونو) وخت ښه مدیریت وکړئ د هر کار لپاره ځانګړی تقسیم اوقات جوړ کړئ زده کړې، عبادت، سپورټ، استراحت، تفریح، غذا او کار لپاره خپل خپل وخت وټاکئ. لکه خپل څلورویشت ساعتونه داسې تنظیم کړئ، چې یوه برخه تعلیم ته، بله برخه د کور کار ته دریېمه برخه د پېسو ګټلو لپاره څلورمه برخه د یو هنر زده کولو لپاره پنځمه برخه آرام او استراحت لپاره او شپږمه برخه د رب د عبادت لپاره وقف کړئ. او بلاخره دغه خبره خپل د ژوند د بقا او فلاح شعار وګرځوئ، چې کار، کار او کار.
له موجوده امکاناتو کار واخله داچې په هېواد کې د بېکارئ او فقر ټغر غوړېدلی دی او اکثر ځوانان مو له همدې درده سر ټکوي، لوستي او نالوستي ټول پدې فکر کې دي، چې څنګه هېواد ترک کړي او پردي هېواد ته د کار او زیار لپاره ولاړ شي، خو دا سوچ نه کوي، چې هر هېواد خپلې ستونزې لري او دومره برداشت به ونه لري، چې د ټول افغانستان ته دې ځای ورکړي. تاسې به پر خواله رسنیو لیدلي او اورېدلي وي، چې د تورکیې پر پولو څومره افغانان د اروپا ته د تګ له خطره ډکې ورځې شپې سبا کوي. تېره ورځ به مو هغه اتلس ګلالي ځوانان، چې د بلغار ځنګلونو ښکار شول او مړي یې څه په مشکل هېواد ته رواړل شول لیدلي به مو وي. تاسې به د ایران هغه ناانسانه کړنې، چې د افغانانو سره کېږي لیدلي وي او تاسې به د پاکستان په زندانونو کې د افغانانو فریادونه اورېدلي وي، چې کوم ظلم ورسره کېږي. که له دې ټولو وپوښتل شي نو اکثر به درته د بېکارۍ له وجهې ووایي.
موږ که د خپل ورځني ژوند لپاره مناسب سکیم ولرو له موجوده امکاناتو درسته استفاده وکړو، له ځانه پورته اقتصاد لرونکو په اړه که تل فکر کوو نو د ځپل ځاننه ښکته اقتصاد لرونکو ته هم وګورو، چې هغوی څنګه خپل روزمره ژوند عیار کړی، بیا خپل موجوده امکاناتو ته یو ښه پلان جوړ کړو او هغه پېسې چې هېواد ته په بهر تللو قاچاقبر ته ورکوو دلته وطن کې پر یو وړوکي کاروبار ولږوو ښه به وي. په همدې کې به خدای برکت درته واچوي په یو ورځ سړی د غټ کاروبار خاوند کېږي نه، هغه خلک، چې نن د لوړو تجارتونو او پېسو مالکان دي که ویې پوښتې له ډېرې کمې سرمایې به دې حد ته رسېدلي وي. مه ځئ بل وطن ته خپل وطن کې کار وکړئ که هر څومره سختې شپې ورځې دي تېرېدونکي دي، راحت به راځي خو که موږ موجوده ستونزو ته تسلیم نه شو، همت ونه باېلو، د روڼ سبا په تکل حرکت وکړو او خپله ماته کښتۍ په خپل هنر او تدبیر د آبادۍ ساحل ته ورسوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب