شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهرویټرز: د قطر صدراعظم د طالبانو له مشر سره په پټه کتلي...

رویټرز: د قطر صدراعظم د طالبانو له مشر سره په پټه کتلي و

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۰مه) رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړ چې د قطر صدراعظم په وروستیو کې کندهار ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره په پټه کتلي دي.

اژانس دا خبره د یوې سرچینې په قول کړې چې د دواړو خواوو د کتنې په غونډه کې حاضر و.

سرچینې همداراز ویلي چې د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر د خبرو د جزییاتو په اړه د امریکا ولسمشر جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي دي.

سرچینې چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کړي، ویلي د قطر صدراعظم د طالبانو له مشر سره د نجونو پر زده کړو د بندیز او د ښځو د کار د مخنیوي د پای ته رسیدو په شان مسلو باندې خبرې کړي دي.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې د مې په دوولسمه کندهار ته لاړ او هلته یې ظاهراً یوازې د طالبانو له ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند سره وکتل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې کتنې په اړه په اعلامیه کې ویلي و چې د طالبانو له چارواکو سره پر هغو لارو چارو خبرې وشوې چې څرنګه د افغانانو د اقتصادي او بشري ستونزو اغېزې کمېدلی شي. په اعلامیه کې له ملاهبت الله اخوندزاده سره د قطري صدراعظم کتنې ته هیڅ اشاره نه وه شوې.

طالبانو هم تر دې دمه د قطر د صدراعظم او ملاهبت الله اخوندزاده د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. د ای آیس ای جنرال به اوس ږیره لویه سوي وي، نو د فریب چانس یې ډیر دي.
    یو وخت به مشرانو ویل چې یو انګر یز ٢٥ کاله د پل خشتی جومات کې امامت کړي. او افغانان ٩٠ کاله وروسته خبر سول چې په انګلیس پسې یې لمونځونه کړي.
    یو وخت به تاریخ کې دا هم لولو چې د پاکستان د ای آیس ای مخ پټي جنرال د امیر الشیاطینو په څیره کې په افغانستان حکومت وکړ. د تاریخ قضاوت په هیچا رحم نکوي

  2. د انګریز او پنجاب په خباثت کی خو شک نسته اما د ایبوتلا نه لیدنه د قطر د صدراعظم سره شاید د قطریانو د توهین او سپکاوی د احساس لامل ګرځیدلی وی او ددی احساس د کتمان پخاطر ئی اوس اعلان کړی وی چی دا کتنه تر سره سویده.

  3. ملا ایبوتولا به د کوم پېري یا شیطان نوم وي چې نه لیدل کیږي او نه چالیدلی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب