پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههلمند: د کبانو د فارمونو شمېر ۱۰ زرو ته رسیدلی

هلمند: د کبانو د فارمونو شمېر ۱۰ زرو ته رسیدلی

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )  د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کبانو د روزنې فارمونو ټولنې ۱۰ زرو ته د دې ولایت د کب روزونکو فارمونو د شمېر رسیدو خبر ورکړی.

د یادې ټولنې مرستيال عبدالرازق وايي: د پخوا په پرتله اوس په هلمند کې د کبانو فارمونه ډېر شوي ،چې شمېر يې ۱۰زرو ته رسېدلی دی.

سرچینه زیاتوي: دغه فارمونه په مرکز لښکرګاه، مارجې، نادعلي، ګرشک، ګرمسېر او نورو ولسواليو کې دي ،چې کبان يې مرکز او ولسواليو ته د خرڅلاو لپاره وړل کېږي.

عبدالرزاق وایي:(( خلک راځي، له فارمونو څخه د کبانو بچې وړي، بيا يې په خپلو حوضونو کې ساتي. کله چې ستر شي، بيا يې يا نورو فارمونو ته وړي، يا يې مارکېټ ته وړاندې کوي.))

د کبانو د روزنې فارم لرونکي وايي: د پخوا په پرتله يې کارو بار ښه شوی، خو د کرنې له رياست څخه غوښتنه کوي چې د کبانو د خوراکي توکو برابرېدو او په نورو برخو کې يې لاسنيوی وکړي.

  د هلمند د کرنې رياست د مالدارۍ برخې مدير شامحمد وايي: موږ له ۳۰ څخه نيولې تر ۴۰ کسانو ته د کبانو د روزلو په برخه کې روزنه ورکړې او لا هم هڅې کوو ،چې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.(( موږ د کبانو له فارم لرونکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او ۳۰ تنه مو څو ورځې وړاندې د کبانو د روزنې په برخه کې وروزل او هغوی ته دنده ورکړل شوې ،چې نورو کسانو ته روزنه ورکړي.))

د هلمند تر څنګ د هيواد په نورو ولايتونو کې هم په دې وروستيو کې د کبانو د روزنې فارمونه ډېر شوي دي.

 شنونکي په دې نظر دي ،چې که حاکم رژیم صنعتي برخې ته پاملرنه ډېره او بنسټيز کارونه ترسره کړي، د هېواد په اقتصادي وده کې به ډېر رول ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب