شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ملا متقي سره په سيپک پروژه کې د افغانستان د شاملیدو...

پاکستان: ملا متقي سره په سيپک پروژه کې د افغانستان د شاملیدو مفصلې خبرې شوي

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستاني چارواکو له خپلو چینايي سیالانو سره موافقه کړې چې افغانستان ته د یو کمربند او یوې لارې نوښت وغځوي، چې په بالقوه توګه به دغه هېواد کې د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره میلیاردونه ډالر جذبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او افغانستان ته د CPEC د غځولو په ګډون په افغانستان کې د پراختیايي همکاریو زیاتولو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چینايي او پاکستاني چارواکو لا دمخه افغانستان ته د دې پروژې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي، او د طالبانو حکومت په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی او د اړتیا وړ زیربنایي پانګونې د ترلاسه کولو امکان یې څرګند کړی دی.

د طالبانو د حاکم رژيم د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له دې مخکې له خپلو چینايي او پاکستاني سیالانو سره د لیدنې لپاره اسلام اباد ته تللی و او په دې اړه یوې هوکړې ته رسېدلی و.

طالبانو هم هیله څرګنده کړې چې چین به د دغه هېواد د بډایه زېرمو په سکتور کې چې ارزښت یې تر یو تریلیون ډالرو پورې رسیږي، پانګونه زیاته کړي.

طالبانو د روان کال په جنورۍ میاشت کې له چین سره خپل لومړنی تړون د سینکیانګ د مرکزي اسیا د تېلو او ګازو له شرکت سره چې د چین د نفتي موادو د ملي کارپوریشن یوه فرعي کمپنۍ ده، لاسلیک کړ. د ۵۴۱ ملیون ډالرو تړون په افغانستان کې د امو سیند له ۱۷۰۰ مربع میله څخه زیات د تېلو د استخراج لپاره ۲۵ کلن تړون دی، چې طالبانو ته یې ۲۰ سلنه ونډه پرته له کومې پانګونې، دخالت او خطر څخه ورکوي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان مشهور ژورناليست او تحليګر حامد مير:
    په هند کې د يوه پوهنتون استاد اټکل کړی چې پاکستان په ۲۰۳۰ ميلادي کال کې تجزيه شي، خو د يوه امريکايي پوهنتون استاد بيا د پاکستان د تجزيه خبره په ۲۰۳۳ ميلادي کال کې د تطبيق وړ بللې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب