یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونهملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي توکیو د نه خوندیتوب په...

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي توکیو د نه خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )  د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې په افغانستان او ۲۱ نورو هېوادونو کې د روان کال تر نومبر میاشتې پورې د خورا سخت خوراکي ناامنۍ په اړه خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د بهرنیو مرستو کمښت، د صادراتو کموالی، د ښځو د کار مخنیوی او وچکالي په افغانستان کې د خوراکي توکیو د نه خوندیتوب له لاملونو څخه دي.

د دغو موندنو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر تر پایه به په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو څخه زیات خلک د خوراکي توکیو له سخت خوندیتوب سره مخ شي چې له دې جملې څخه به ۲.۸ میلیونه کسان په بیړني حالت کې وي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” د دغه راپور محتوا رد کړه او ویې ویل، چې سږ کال د افغانستان د حاصلاتو اندازه د پخوا په پرتله زیاته ده او د هېواد بازارونه له کمښت سره مخ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...