پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهبلجیم کم عمره افغانانو ته پناه نه ورکوي

بلجیم کم عمره افغانانو ته پناه نه ورکوي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۰ مه) بلجیم پرېکړه کړې چې نور یوازې د ماشومانو د حقونو د رعایتولو په خاطر تر قانوني عمر کشر افغان پناه غوښتونکي ونه مني.

بلجیم حاضردمه یوازې د هغو کم عمره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه مني چې په ډیر کم عمر دغه هیواد ته تللي او یا سخت ځورېدلي وي.

بلجیم دوه کاله وړاندې د ماشومانو د ملاتړ د قوانینو په خاطر کم عمره افغانانو ته د نه پناه ورکولو پرېکړه کړې وه خو په وروستیو څو میاشتو کې یې خپله دا پرېکړه تر ډېره عملي کړې او د هغو بې برخلیکه افغانانو شمېر زیات شوی چې تر قانوني عمر یعني اتلسو کلونو کشران دي.

له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د کم عمره افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ اندازه ۷۴ سلنه اعلان شوې وه، خو د بلجیم د کډوالو او بهرنیو اتباعو د همږغۍ ټولنې د وکیل کلمان ویلنټن په وینا په ۲۰۲۲ کې د بې سرپرسته کم عمره افغانانو د ملاتړ اندازه ۴۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د بلجیم دا پرېکړه سبب شوې چې کم عمره افغان پناه غوښتونکي خپل عمرونه زیات وښيي او د لویانو په نوم د پناه غوښتنه وکړي.

څرنګه چې بلجیم د اروپايي اتحادیې د قوانینو له کبله کم عمره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هیواد ته نه شي ستنولی، اکثره دا ډول افغانان یې اسنادو، بې ملاتړه او بې برخلیکه دي.

په بلجیم کې د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې موسسې ريیس بنول کیرسبلیک وايي، تر قانوني عمر کشر افغانان د دې لپاره چې د حکومت او کورنۍ ملاتړ نه لري، په واټونو کې ویدیږي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبوره دي چې غیرقانوني کارونه وکړي او په ځینو مواردو کې د قاچاقبرو له شبکو سره همکارۍ ته اړ وځي.

بلجیم د خپلې پرېکړې د توجیه لپاره وايي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب