شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپر کرزي د محدودیتونو دوام؛ د مرکو اجازه نه ورکول کیږي

پر کرزي د محدودیتونو دوام؛ د مرکو اجازه نه ورکول کیږي

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۰ مه )   د پخواني ولسمشر حامد کرزي نیږدې سرچینو پر هغه د طالبانو د رژیم د محدودیتونو د زیاتیدو او دوام له امله شکایت کړی.

د ښاغلي کرزي یوه نیږدې کس غلام جیلاني ځواک ویلي، چې تازه طالبانو له یوې نړیوالې رسنۍ سره د حامد کرزي د مرکې مخه نیولې ده.

ځواک په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې دا ډول هڅې د طالبانو د رژیم د مشروعیت موندلو هڅې زیانمنوي.

ښاغلی کرزی په دې تورن دی، چې کابل ته یې د طالبانو په راوستو او واک ته رسولو کې د پردې ترشا هڅې کولې او د جمهوري نظام پښې یې وهلې.

طالبانو پر هغه، ډاکټر عبدالله او د جمهوري نظام پر نورو کابل مېشتو سیاسي څېرو د محدودیتونو لګول رد کړي دي.

5 COMMENTS

  1. منان
    حال دي تر دې هم بدتر شي. دی، عبدالله او څو نور خاینان وو چې په افغانستان یی دغسې شپې ورځي راوستي.

  2. دا خو ډیر ښه او پر ځای اقدام ده افغانستان او بلخصوص پښتانه همدی غله رزیل دې سرحد ته را ورسول دی نظار شورا لندغر همدی کرزی پر پښتنو امران کړل وطن دخپل شخصی ګټی لپاره د تباهی کندی ته ټیل وواهه کرزی یو ملی خاین ده او دکرزی خیانت لکه لمر ټولو ته معلوم ده کرزی د خپل قدرت په وخت کښی هم لکه یو مولی وه ټول صلاحیت د پلاستکی مارشال په لاس کښی وه کرزی باید هغه ساپیړه هره نکړی چی مارشال فهیم ورکړه او قرقل خولی یې دری متره لری ولویده او فهیم بینی ورته وویل که تو مثل زن من هستی و ریس جمهور خودم هستم که دا کرزی شرم او حیا ولری نور باید خپلی د خپله خوله بنده کړې

  3. د افغانستان د تاریخ په پاڼو کې د شاه شجاع ، ببرک کارغل او حامد کرزي نومونه تور داغ او د شرم داسې نمونې دي چې ټول افغانان پرې شرمیږي .
    ملي خایین په کوټه کې ناست و او د افغانستان زړور پیلوټان یې دې ته تشویقول چې د افغانستان جنګي الوتکې پنجابیانو ته وسپاري .
    د دغه ضعیف النفس واکمن په وخت کې په میلیاردونو دالر نړیوالې مرستې حیف او میل شوې . د چور ، فساد ، غلا ، غصب شین چراغ ټولو خاینینو ته په ښکاره روښانه شوی و.
    د جمهوریت په اضمحلال او ټالبانو ته د راتګ زمینه ډاکتر اودلا اودلا او حامد کرزي برابره کړه . ملي اردو د دوهم ځل لپاره ړنګه او زرګونه ملي کدرونه له وطن نه وتلو او مهاجرت ته اړ کړل سول .
    د پښتنو د وژلو ، ځورولو ، کډوالۍ ته اړکولو او د ټالبانو لیکو ته ورټېلوهلو اصلي عامل همدا ضعیف النفس شخص و.

    • پوښتنه داده چې داملی خاینان چا عفوه کړل او څنګه؟
      پرون دکرزی یو ه لند غر لافوک په کاکتوس پروګرام کې مختار لشکری سره خبرې کولې . لاف وګزاف خاورې پر سر بادول خو هم اندازه او ظرفیت لری. دې مصنوعی باتور د روم دامبراتورانو به څیر دملت په وینو ودانۍ چاته جوړه کړې چې خپله دشغال نه بد تره بڼه کې وتښتېد. لشکری هرڅوک له غوږه رانیولی غاښونه یی نه ګوری او مرکه ورسره کو ی .عطامحمد چور.
      کرزی دوه دورو کې یوازې یوه کلیمه زده کړې وه او هرچیرته به یی کاروله او هغه داچې « عالم اسباب» داعام وژونکی به الله ته څنګه ځواب وایی؟
      مردارخور زاخیلوال ، ګلاب منګل، صلاح الدین ربانی، فاروق خاین ، تورن اسماعیل هراتی ،داد فر سپنتا شعله یی، اویو شمیر یې دجهادی شخصیتونو تر نوم لاندې نازول کرزی دافغانستان دکړکیچونو مور ! باید محاکمه شی. اوس یی هم لکی له استعمار سره نښتې ده.

  4. دا کرگس نور سه غواری د خدای لعنت پر دی وشی دیر منفور انسان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب